برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغانستان اوآمریکا پر امنیتی تړون باندی نیوکه

آریانانیوز: د کابل د جمعې لمانځه خطیب ایاز نیازی د کابل او د واشنګټن په امنیتی تړون نیوکې سره وویل له دغه تړون سره سره دافغانستان پینځه څلویښت زره (۴۵۰۰۰)امنیتی ځواکونه ووژل شول .


هغه دافغانستان د خلکو عام وژلې ته په  اشارې سره وویل د کابل او د واشنګټن امنیتی تړون هیڅ وخت د افغانستان دخلکو په ګټه نه وو او نه دی .
ایاز نیازی دغه راز له افغانستانه د امریکا او دنورو بهرنیو عسکرو په وتلو د ټینګار په ترڅ کښې وویل د دغو خارجی عسکرو شتون د خپلو ګټو د تامینولو لپاره دی .
دکابل د جمعې لمانځه خطیب ایاز نیازی وویل په افغانستان کښې د سولې ټینګیدل د هیواد د ټولو خلکو غوښتنه ده خو دامریکا په وسیله به دغه سوله لاس ته رانشی .
دافغانستان د ولسمشر اشرف غنی حکومت واک ته له رسیدا وروسته ددغه هیواد دخلکو له مخالفت سره سره د کابل او د واشنګټن امنیتی تړون په ۲۰۱۴میلادی کال کښې لاسلیک شو .
د کابل او د واشنګټن د امنیتی تړون له لاسلیک کیدا وروسته په افغانستان کښې اقتصادۍ بې وزلۍ ، ناامنۍ او هوایی بریدونه زیات شوی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي