برخه -څانګه : politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۱ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دامریکایانوسره دطالبانو خبرواتروماتی خوړلی ده

آریانانیوز: زلمی خلیل زاد دافغانستان په چارو کښې دامریکا ځانګړی استازی په ضمنی ډول له طالبانو ډلې سره د خپلو خبرو اترو په ماتی اعتراف وکړ.


زلمی خلیل زاد د قطر په پلازمینې دوحې کښې د افغانستان دطالبانو ډلې له استازیو سره د خبرواترو له څو پړاونو وروسته په یوې (۱) وینا کښې وویل له دغه ډلې سره د سولې د موافقې د لاسلیک کیدا لپاره وخت ته اړتیا شته او باید زیات کارونه ترسره شی .
دافغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړی استازی په عین حال کښې هیله وکړه دروان میلادی کال د جولاۍ په شلمه (۲۰)نیټه افغانستان د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې له طالبانو سره سوله وشی .
ټاکل شوی ده چې د فرورۍ دمیاشتې په پینځویشتمه(۲۵) نیټه یوځل بیا د افغانستان له طالبانو ډلې سره د امریکا د استازیو خبرې اترې له سره پیل شی .
په افغانستان کښې دجنګ بندولو ته د طالبانو ډلې د مجبورولو لپاره په قطر کښې دامریکا او د طالبانو داستازیو دخبرواترو څو پړاونه له ماتی سره مخ شوی او هیڅ بریا یې نه ده لرلی .
طالبانو ډلې له امریکا سره دسولې ټینګول دافغانستان له خاورې د واشنګټن په مشرۍ د ټولو بهرنیو پوځیانو له وتلو سره مشروطه کړی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي