برخه -څانګه : politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۹ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دآمریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اتری د بیا پیلیدا

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د طالبانو ویاند سهیل شاهین له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازیو ترمنځ د سولې خبرې اترې د قطر په پلازمېنې دوحه کې له سره پیل شوې دي
د نوموړي په وینا، په یادو خبرو اترو کې د حقاني شبکې مهم غړی انس حقاني هم ګډون لري
هغه پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د دواړو لوریو ترمنځ د سولې خبرې اترې له هغه ځایه بېرته پیل شوي چې لغوه شوې وې او سبا به هم دوام ولري. ځینو امریکايي چارواکیو منلې چې د دغه هېواد او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې بیا پیل شوې دي
د دغو سرچینو په وینا، د تاوتریخوالي کموالی، د اوربند اعلان او د بین‌الافغاني مذاکراتو پیل د دغې غونډې مهمه موخه ده
سیداکبراغا وايي چې ښايي د خبرو اترو په دغه پړاو کې پر هغې مسودې هوکړه وشي چې په تېرو پړاوونو کې یې چمتو کړې وه
د نوموړي په وینا، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک تر لاسلیک وروسته به بین‌الافغاني مذاکرات هم پیل شي
خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سټراټیژیکو اړیکو رییسه ناجیه انوري وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ولسمشر محمداشرف غني سره په لیدنه کې تېره مسوده لغوه کړې ده
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون بیا له دغه کمېسیون سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د بحث وړ موضوعاتو نه شریکولو په اړه اندېښنه ښودلې ده
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییسې شهرزاد اکبر ویلي چې له اوربند او د بین‌الافغاني خبرو اترو له پیلېدو وروسته کولای شو دغه پروسه د سولې په نوم ونوموو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي