آریانانیوز: د حزب اسلامي او د سولې شورا غړی قاضي محمد امین وقاد وايي، حکمتیار هغه ته د سنا د غړیتوب ژمنه ورکړې وه، خو پر ځای يې خپل زوم معرفي کړ.
قاضي محمد امین وقاد چې له یو خصوصي تلویزون سره خبرې کولې وویل، د حزب اسلامي ګوند تاسیس ده کړی خو حکمتیار ته يې فرصت ورکړ، هغه ځان پرې کلک کړ او څو لسیزې يې امتیازات واخیستل.
وقاد چې پرلپسې يې تکراروله، پخپله د کور کرایه نه لري، خو حکمتیار د دفتر، تبلیغاتو، ساتونکو او نورو منډو ترړو لپاره شواخوا ۶۰زره ډالر مصرفوي.
هغه وویل: «حکمتیار صاحب له ما او د لوګر له استاد علي سره ژمنه کړې وه، چې تاسې سنا ته معرفي کوم، خو یو وترنر يې معرفي کړ.»
وقاد وویل، تر تېرې روژې پورې په همدې هیله د حکمتیار په جلسو کې شریکېده، خو له هغه وروسته يې ورسره اړیکي پرې شوې دي.
قاضي محمد امین وقاد دا هم وویل چې د «جوانان مسلمان» له وخته يې حکمتیار په څنګ کې پاتې شوی، خو اوس دومره نه شي کولی چې پر خپلو مصارفو یو زر ډالر نور اضافه کړي او د ده ګوزاره هم ورسره وشي.
هغه ومنله چې د حکمتیار له جدي او ځانغښتونکي موقف له امله د حزب اکثریت کدرونه محروم دي.
ښاغلي وقاد د ټولو ګېلو تر څنګ د حکمتیار او ناټو د جګړې په اړه څه ونه ویل، خو د هغه راتګ يې وستایه.
د ده په وینا حکمتیار اوس یو ادرس شوی دی، ښه موقف کې دی، خو ټول سیاسي، اقتصادي او نور فعالیتونه يې پر ځان او خپلوانو را ټول کړي دي.
وقاد د طالبانو په اړه هم وویل، چې که له حکومت سره یو ځای شي، نو په دولتي ادارو کې پراخ فساد او د مخدره توکو تولید، کښت او قاچاق به له صفر سره ضرب شي.
حکمتیار له خپله ادرسه تر اوسه د خپل دې ملګري د ګیلو او شکایتونو په اړه څه نه دي ویلي.
ګلبدین حکمتیار له ګډ حکومت سره د توافق پر اساس کابل ته راغی او د کور په ګډون يې ټول لګښت همدا حکومت ورکوي.