آریانانیوز: د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان حکومت تر اوسه له خپلې خاورې څخه افغانستان ته د پنځوس زره ټنه غنمو او هندي درملو د لېږد اجازه نه ده ورکړې.
د هندوستان ټایمز د راپور له مخې؛ پاکستان افغانستان ته د هند د مرسته شویو غنمو د لېږد اجازه ورکړې وه، خو تر اوسه یې مخه نیولې ده.
د هندي رسنیو په وینا، پاکستان د واګه پولې له لارې د غنمو د لېږد لپاره یو شمېر شرطونه ایښي دي او هند ته یې ویلي چې د ډسمبر په میاشت کې باید ۵۰ زره ټنه غنمو ولېږدوي. خو د هند د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د ورځې له ۳۰ تر ۴۰ لارۍ واګې ته تګ راتګ کوي او په لنډه موده کې له دې لارې د ۵۰ زره ټنو غنم لېږدول ناشوني دي.
تر دې مخکې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د قوس په درېیمه د پاکستان له لوري ځواب ترلاسه کړی چې هند ته اجازه ورکوي چې د پاکستان له خاورې افغانستان ته مرستې ولېږدوي. رسنیو د هند په حکومت کې د یوې سرچینې له قوله ویلي، د واګې بندر له لارې د غنمو لېږد لا نه دی پیل شوی، ځکه موږ لا هم د پاکستان له خوا هر څه اورېدو ته منتظر یو.
هندوستان ټایمز د سرچینو په حواله ویلي چې د پاکستان چلند هند ته د حیرانتیا وړ دي.
د دغو سرچینو په وینا، طالبانو په افغانستان کې د بشري ناورین په ترڅ کې د خوراکي توکو د بیړنۍ اړتیا له امله دغه موضوع د پاکستان له حکومت سره مطرح کړې وه.
د طالبانو په مشرۍ د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د ډسمبر په میاشت کې اسلام اباد ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له مشرانو وغوښتل چې د هند د مرستو غنم د خپلې خاورې له لارې افغانستان ته ولېږدوي.