برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۹ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

افغانان په خپلو کې ژر سره جوړيږي

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د طالبانو سياسي مرستيال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ويلي، د افغانستان جګړه يوازې هغه مهال ختمېدای شي، چې امريکايي عسکر له افغانستانه ووځي
د طالبانو سرمرکچي ملا عبدالغني برادر له فرنټ لاين امريکايي خپرونې او «پي بي ایس» تلويزوني شبکې سره په خپلې مرکې کې ويلي، دا جګړه امريکا پيل کړې او پر افغانانو لازمه وه، چې د خپل هېواد دفاع وکړي
د ملا برادر په خبره که امريکايان ووځي، دوی له افغان لوري سره ژر جوړېږي؛ ځکه چې هغوی هم افغانان دي او طالبان هم
د فرنټ لاين خبريال نجيب الله قريشي د جنوري په شپږمه د قطر پلازمېنې دوحه کې له ملا عبدالغني برادر اخند سره د طالبانو په اړه د جوړ شوي مستند فلم «طالبان کنټري» لپاره مرکه کړې، چې د جنوري په ۲۱مه به خپره شي
د طالبانو سياسي مرستيال او سرمرکچي ويلي، افغانستان ته د امريکا راتګ او جګړه پيلول ستره تېروتنه وه، امريکا دلته د يوه سړي «اسامه بن لادن» له امله جګړه پيل کړې وه، هغه اوس نشته او موږ مجبور و، چې له خپل هېواده دفاع وکړو.
د خبريال د پوښتنې په ځواب کې ښاغلي ملا برادر اخند زياته کړې، واک ته د رسېدو پر مهال به له اسلامي اصولو او ارزښتونو سره سم د ښځو ټولو حقونو ته درناوی کيږي او د اسلامي شريعت په رڼا کې به ښځو ته د کار اجازه هم ورکول کيږي
د طالبانو سرمرکچي دا مرکه په داسې حال کې کړې، چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان جګړې د سوله ييز حل لپاره هلې ځلې پيل کړي او د افغان الاصل امريکايي ډيپلوماټ زلمي خلیلزاد په مشرۍ يې له تېر يوه کال راهيسې له طالبانو سره مخامخ خبرې روانې کړي دي
امريکا او طالبان وايي، د سولې خبرې يې نهايي کړي او په لنډ وخت کې به د سولې تړون د لاسليک نېټه څرګنده شي.

شریک یي کړئ!