برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اجرائیه رئیس د هند له سفیر سره تودیعي لیدنه وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د کابل لپاره د هندوستان د سفیر منپریت ووهرا سره تودیعي لیدنه وکړه.


اجرائیه رئیس په کابل کي د ښاغلي ووهرا د کاري مودې ستاینه وکړه او نوموړي ته ئې په راتلونکو فعالیتونو کي بریا وغوښته.

هغه افغانستان او هند دوه تاریخي دوستان وبلل او د دواړو هیوادونو ترمنځ ئې په اقتصادي، تجارتي، تعلیمي، سپورټي او نورو برخو کي د همکاریو د زیاتوالي هیله وکړه.

شریک یي کړئ!