برخه -څانګه : accidents, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۲ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دبهرنیو ځواکونو په وسیله په کندهار کې څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله

آریانانیوز: بهرنیو ځواکونو په کندهار کې د ملکي وګړو پر یوه موټر ډزې کړې چې په پایله کې يې یو ملکي وګړی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.


پېښه نن غرمه شاوخوا یوه بجه د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د دامان ولسوالۍ اړوند د علیزو په کلي کې رامنځته شوې ده.
د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیزي وویل، بهرني ځواکونه په دې ساحه کې په ګزمه بوخت وو چې د ملکي وګړو یو سوزوکي موټر یې د ګزمې موټرو ته ډېر نږدې شوی دی.
هغه زیاتوي، بهرنیو ځواکونو لومړی پر دغه موټر اخطاریه غږ کړی چې موټرو ته یې نږدې نه شي، خو هغه چې نه دی درېدلی، د بریدګرو ګومان یې پرې کړی او ډزې یې ورباندې کړې دي.
دی وايي، په دې پېښه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۳ ټپيان شوي چې یو په کې ماشوم دی.
د ده په خبره، د پېښې ټپیان میرویس روغتون ته وړل شوي او د موضوع اړوند پلټنې پیل شوې دي.
په خپله بهرنیو ځواکونو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
په کندهار کې ښار کې دا له کلونو وروسته لومړۍ پېښه ده چې بهرني ځواکونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.

شریک یي کړئ!