برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۱ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

192میلیونه ډالر د ولسمشریزو ټاکنولپاره لومړنۍ بودیجه

اریانانیوز: د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي مولانا محمدعبدالله په یوې خبري غونډې کې وویل چې د نړۍ‌والو بنسټونو ترڅنګ د دې بودیجې لګښت د افغان حکومت پر غاړه دی.


ښاغلی عبدالله وايي، د ټاکنو د بودیجې دا تامینوونکي سره همکاران دي؛ خو په‌دې شرط چې د ټاکنو خپلواک کمېسون مشخصه طرحه ورکړي.
ټاکل شوې د افغانستان راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د راروانې تلې پر ۶مه نېټه وشي.
د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې تېر کال وشول او شاوخوا ۱۲۰ میلیون ډالر لګښت یې لرلو چې یوازې ۱۱ میلیونه ډالر یې حکومت ورکړل.
د مالیې وزارت ویاند شمعرزوخان مسجدي دوې ورځې مخکې په‌دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي وو چې دې وزارت د راروانو ولسمشریزو ټاکنو له‌پاره په سږني مالي کال کې یو میلیارد افغانۍ بودیجه په پام کې نیولې ده

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي