برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۹ فروردین , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

یونیسف: په افغانستان کې د جګړې د پاتې شونو له امله ۷۰۰ ماشومان وژل شوي او معلول شوي

آریانانیوز: په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د ناچاودیدونکو توکو او د جګړې د پاتې شونو له امله تر ۷۰۰ ډېر ماشومان وژل شوي او یا معیوب شوي دي.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په یوه ټویټ کې اعلان کړی، چې تېره اونۍ په افغانستان کې ۸ ماشومان د ناچاودو توکو سره د لوبې او د پلور لپاره د کبار راټولولو پرمهال وژل شوي دي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې ناچاوده توکي پر ماشومانو ناوړه اغېز لري.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په تېر ۲۰۲۲ میلادي کال کې په افغانستان کې د ناچاودو مهماتو او د جګړې د پاتې شونو له امله تر ۷۰۰ ډېر ماشومان وژل شوي یا معلول شوي دي.

دغه بنسټ د ماشومانو پر ساتنې ټینګار کړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي