برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۶ آبان , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

یونسکو: په افغانستان کې میلیونونه نارینه او ښځې بې سواده دي

مدارس دخترانه

آریانانیوز: په کابل کې د یونسکو چارواکو او د طالبانو د پوهنې وزارت استازو په افغانستان کې د سواد زده کړې وضعیت وڅیړل.


د سواد د نړیوالې ورځې په مناسبت، یونسکو د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو د پوهنې ریاستونو له استازو سره په کابل کې غونډه وکړه.

په دې غونډه کې په کابل کې د یونسکو د دفتر مشرې پاتریشیا مک فیلیپس وویل: د سواد نړیواله ورځ هغه ورځ ده چې موږ ته دا یادونه کوي چې په افغانستان کې میلیونونه خلک، ښځې او نارینه له سواد څخه بې برخې دي.

د طالبانو د پوهنې د وزارت د ارزونې رئیس صدرالدین صدر په افغانستان کې د سواد د ودې په برخه کې د یونسکو د مرستې له امله د مننې په ترڅ کې وویل: په افغانستان کې زیاتره ښوونځي ویجار شوی او د وسايلو له کمښت سره مخ دي، د پوهنې اړوند کوم ارګانونه دې په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د پوهنې رئیس محمد ابراهیم عمري هم وویل: پوهنې ته لاسرسی د نننۍ ټولنې یو ضرورت دی او د پوهنې په برخه کې پانګونه په اقتصادي او ټولنیز ثبات کې مهم رول لوبوي.

په دې مراسمو کې د يونسکو د دفتر د ارتباطاتو د څانګې مشر نوراغا صديق زوى د يونسکو د عمومي رييس اردي ازولاي پيغام وړاندې کړ.

د ازولاي په پیغام کې راغلي: د سواد نړیواله ورځ یو فرصت دی چې زموږ د پرمختګ، وړتیا او هڅونې ارزونه وکړو چې سواد د یو اساسي بشري حق په توګه ولمانځل شي چې د ټولنې په پرمختګ کې بنسټیز رول لوبوي.

په افغانستان کې د سواد نړیواله ورځ په داسې حال کې ونمانځل شوه چې د شپږم ټولګي او تر هغه پورته نجونې له یوه کال راهیسې ښوونځي ته نه شي تلای.

شریک یي کړئ!