برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۴ آبان , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو د درناوي غوښتنه کړې

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو د مرستندوي پلاوي دفتر (یوناما) ویلي، چې په دغه هېواد کې باید د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وشي.


یوناما د طالبانو د وروستیو پرېکړو په اړه اندېښنه ښودلې چې له مخې یې پارکونو او مېله ځایونو ته د ښځو او نجونو له ننوتلو بندیز لګول شوی دی.

دغه سازمان زیاته کړه چې د افغانانو ټول حقونه په ځانګړې توګه د عامه ژوند ټولو بڼو ته د ښځو لاسرسی او زده کړو ته د نجونو حق باید مراعت شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د امربالمعروف وزارت د کابل ښار په عامه پارکونو کې د ښځو او نجونو پر تګ بندیز لګولی دی.

د بښنې نړیوال سازمان له دې پرېکړې وروسته دا د ښځو پر حقونو یو بل ګوزار بللی دی.

دغه سازمان ویلي چې د طالبانو له لوري دا ډول پرېکړې باید ژر تر ژره لغوه شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي