برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۸ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

یوناما په افغانستان کی خپل ماموریت د یو بل کال لپاره تمدید کړ

آریانانیوز: د امنیت شورا ۱۵ غړو هېوادونو په افغانستان کې د یوناما د ماموریت په وروستۍ ورځ، د یوه پرېکړه لیک مسوده تایید کړه او ورسره دغه ماموریت د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر تر ۱۷مې وغځېد
ملګري ملتونو همداراز په کابل او پروان کې د طالبانو سه شنبې ورځې (سپټمبر ۱۷مه) خونړۍ حملې هم په سختو ټکو وغندلې چې ۴۸ کسان یې ووژل
چین چې وړاندې یې په دې اړه د امنیت د شورا له پریکړه لیک سره مخالفت کړی و، د المان او اندونیزیا له سفیرانو سره د خبرو په پایله کې یې پرون دې پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه
تر دې مخکې چین غوښتل ددغه هیواد “د یوې لارې، یو کمربند” د یو ټریلیون ډالرو ستره پروژه د یوناما د ماموریت د تمدید په پریکړه لیک کې یاده شي
د امریکا متحده ایالاتونه له دې وړاندیز سره موافق نه و چې له کبله یې په دې اړه د امنیت شورا رای ورکول له دوشنبې څخه سه شنبې ته وځنډېدل
په ملګري ملتونو کې د چین سفیر ژنګ چون د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې د پریکړه لیک مسودې ته د مثبتې رای په ورکولو د افغانستان پر اقتصادي پیاوړتیا ټینګار وکړ
هغه وویل: “باید په پام کې ولرو چې د افغانستان اقتصاد ډیر مهم دی، ترڅو په پایله کې یې په دغه هیواد کې سوله او ثبات رامنځته شي. دا هغه څه دي چې د افغانستان خلک یې غواړي، هیڅ هېواد حق نه لري چې د یو بهتر ژوند د لرلو په لاره کې د دوی خنډ شي.”
د ملګري ملتونو د امنیت شورا دوره یي مشري دا مهال روسیه کوي
په ملګري ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبنزیا ددې شورا له ټولو غړو مننه وکړه چې په افغانستان کې یې د یوناما د ماموریت د دوام پریکړه لیک تایید کړ
په ملګري ملتونو کې د امریکا سفیرې کیلي کرفټ هم د امنیت د شورا په پرونۍ غونډه کې د افغانستان له حکومت او خلکو څخه د خپل هېواد د ملاتړ یادونه وکړه
هغې وویل: “موږ د افغانستان خلکو او په دغه هیواد کې دایمي سولې ته پر خپلو ژمنو ولاړ یوو. موږ به د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت، د امنیت د شورا له غړیو او د افغانستان له خلکو او حکومت سره کار وکړو، ترڅو په افغانستان کې د سولې، امنیت او بشري حقونو په برخو کې پرمختګونه ولرو
د امریکا متحده ایالاتونه، روسیه، چین، بریتانیا او فرانسه د ملګري ملتونو د امنیت د شورا پنځه دایمي غړي دي. همدارنګه اوسمهال المان، بیلجیم، اندونیزیا، کویت، پیرو، پولنډ، جنوبي افریقا، ډومینیکن جمهوریت، عاج ساحل او استوايي ګینه ددې شورا موقتي غړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي