برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۴ اسفند , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

یوناما: د طالبانو له خوا د ښځو پر زده کړو د بندیز دوام له بشري حقونو څخه سرغړونه او خودآزاري دی

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د نوي تعلیمي کال د پیل په څنډه کې په افغانستان کې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل له بشري حقونو څخه سرغړونه او یو ډول ځان ځورونې بللې دی.


د یوناما کارونکي حساب په یوه ټویټ کې لیکلي: په یوه میاشت کې به په ټول افغانستان کې ښوونځي او پوهنتونونه خپلې دروازې د زده کوونکو پر مخ پرانیزي خو د نجونو پر مخ نه.

یوناما یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د افغان نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي، څو د هغوی د ژوند، معیشت او راتلونکي خوندي وساتل شي.

داسې ښکاري چې یوناما په نوي تعلیمي کال کې د طالبانو له خوا د ښځو پر زده کړو د بندیز له لرې کولو څخه ناهیلي ده.

له پراخو نړیوالو مخالفتونو سره سره، طالبانو د ښځو پر زده کړو او کار بندیز لغوه کولو ته هیڅ شنه څراغ نه دی ښودلی.

د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه تمه لري چې طالبان به په نوي تعلیمي کال کې نجونو او ښځو ته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د لاسرسي اجازه ورکړي.

شریک یي کړئ!