برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۵ اردیبهشت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

یوناما د افغان خبریالانو د ملاتړ غوښتنه وکړه

کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي په یوه پیغام کې له افغان خبریالانو مننه کړې ده.


کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې له افغان خبریالانو مننه کړې او ویلي یې دي، له ډېرو خطرونو سره سره، دغه خبريالان د هيواد خلکو ته د دقيقو معلوماتو د رسولو په لاره کې خپله هڅه کوي.

اوتنبایوا زیاته کړه: د دوی کار د یوه باخبره، پرمختللي او هوسا ملت لپاره اړین دی او په کلیدي برخو لکه زده کړې، چاپیریال ساتنې، روغتیا، اقتصاد او ښې حکومتولۍ کې د ټولو افغانانو لپاره حیاتي دی. د دوی زړورتیا د ستاینې وړ ده او دا اتلان (ژورنالیستان) باید وهڅول شي، ملاتړ او ساتنه یې وشي.

باید وویل شي، چې طالبانو د افغانستان تر واک لاندې راوستو وروسته د دغه هېواد پر رسنیو سخت بندیزونه لګولي دي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي