برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

یوشمېر طالبانو له وسلو پرته له سپین بیرغ سره کابل ته راغلل

د طالبانو یوه بې وسلې ډله چې سپین بیرغ ئې رپاوه ، کابل ښار ته ورغلی او له عامو خلکو سره ئې لیده کاته کړی او دهغوی حال احول تپوس ئې کړی دی.


داپه داسې حال کې دی ، چې د امنیتی ځواک له شتون سره سره دهغوی هیڅ ډول مخه نه ده نیول شوې ،ځکه ولسمشر اشرف غنی د روژې د مبارکې میاشتې له ٢٧ د وړوکی اختر تر پنځمې پورې له وسله والو طالبانو سره اوربند اعلان کړی او وئیلی ئې دی ، په دغوشپو ورځو کې پر وسله والو طالبانو بریدونه نه کیږی ، وسله والو طالبانو هم د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړى، خو ویلی یې دی چې د بهرنی ځواک پر وړاندې به ئې عملیات دوام لری .
دغه اوربندد افغان ولس له تاودۀ هرکلی سره مخ شوی دی او د اختر په لومړۍ او دویمه ورځ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وسله والو طالبانو او امنیتی عسکرو په ګډه د اختر ورځې سره ولمانځلې .
ر اپور ښئ امنیتی ځواک یوشمېر وسله والو طالبانو ته اجازه ورکړه څو له وسلو پرته کابل ښار ته داخل شی .
د ١٠١ اسمایی زون سلاکار حشمت ستانکزی په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی چی یو شمېر وسله والو ته د پغمان له ارغندۍ دروازې او د کابل ښار د اتمې حوزې له اړوندې لارې اجازت ورکړل شو چې کابل ښار ته داخل شی .هغه وویل ټولو داخل شوو طالبانو د کابل په دروازو کې خپلې وسلې امنیتی ځواک ته تسلیم کړی او بې وسلې ښار ته داخل شوی چې د بېرته وتلو پرمهال به وسلې بېرته ورته ورکړل شی .
په یو شمېر ټولنیزو چینلونو کې هم داسې عکسونه خپرۀ شوی چې ښئ وسله وال طالبان له خپلو بیرغونو سره د کابل ښار میرویس میدان (کوټې سنګی) پر پله ولاړ او ترڅنګ یې امنیتی عسکر هم لیدل کېږی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي