برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۸ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

یوازې د ټاکنو کمېسیون د رایه ورکوونکو د شمېر د خپراوي حق لري

آریانانیوز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي «یوناما» وايي، ټول ټاکنیز ټیمونه دې د رایه ورکوونکو د شمېرو په خپرولو کې د ټاکنو کمېسیون اصولو ته احترام وکړي او د شمېرو د خپرولو مسئولیت دې یوازې یاد کمېسیون ته پرېږدي.
د یوناما له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « یوناما یو ځل بیا له ټولو اړخونو د مسئولانه چلند هیله لري او د رایه ورکوونکو د رسمي شمېرو خپرول یوازې د ټاکنو د کمېسیون حق بولي، یوناما د رایه ورکوونکو د شمېرو په تړاو هيڅ ډول نظر لري او د ټاکنو کمېسیون تر اعلان پورې انتظار کاږي».
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې چې تېره ورځ د هیواد په بیلابیلو برخو کې ترسره شوې، د ټاکنو د کمېسیون له قوله، بریالۍ او له ستونزو تشې وي او دوی توانېدلي تر دې دمه د ۲۵۹۷ ټاکنیزو محلونو ۱.۱ میلیون رایې حساب کړي.
بل لور ته څارونکي او ځیني نوماندان بیا ټاکنې پیکه او له ګڼو ستونزو سره مل ګڼي، ولسمشریزو ټاکنو ته یو تن نوماند «ګلبدین حکمتیار» ټاکنې له فساد ډکې او شرموونکې یادې کړي.
یو تن بل نوماند «رحمت الله نبیل» وایي، ټاکنې ډېرې پیکه وي او د رایه ورکوونکو په اوسنۍ شمېره هیڅ نوماند مشروعیت نشي اخستلای.

شریک یي کړئ!