برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۴ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

یواربکی وسلوال خپل قومندان ووژل

د بغلان په پلخمري کې یو اربکي خپل قومندان وژلی او د هغه وسله يې له ځان سره طالبانو ته وړې ده.


پېښه وړمه شپه د پلخمري بازار اړوند بند برق سیمه کې د قومندان کریم شش په پوسته کې رامنځته شوه.
طالبانو ویلي بریدګر د دوی ملګري قاري یونس و، چې بېرته دوی ته ورغلی او قومندان کریم شش يې وژلی دی.
د طالبانو خبرپاڼه کاږي: «یاد مجاهد نوموړی قومندان ځای په ځای وواژه او له يو میل پیکا ماشیندار، يو میل کلاشینکوف او یو شمېر مهماتو سره تر مجاهدینو پورې راورسید.»
په نظامي برخه کې د طالبانو نفوذ څو ځلې د ولسي جرګې د بحث موضوع هم ګرځېدلې ده چې جدي اندېښنې يې راپارولي دي.
د پوځي شنونکو په باور دا ډول بریدونه په امنیتي لیکو کې بې باوري نوره هم غښتلې کوي او د امنیتي ځواکونه روحيه ځپي.
د بغلان ځايي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي