برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳۱ شهریور , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

ګوتریش: طالبان باید ټولو افغانانو ته د زده کړو خوندي لاسرسي زمینه برابره کړي

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل: طالبان باید د قومیت او جنسیت په پام کې نیولو پرته د ټولو افغانانو د حقونو ساتنه وکړي ترڅو زده کړې ته په خوندي او مطمئن توګه لاسرسۍ ولري.


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش د کابل په لوېدیځ کې د کاج په ښوونځي کې د ځانمرګي برید په اړه غبرګون وښود او ویې ویل، طالبان باید زده کړو ته په خوندي توګه د لاسرسي زمینه برابري کړي.

ګوټریش د جمعې په شپه د تلې په ۹مه په یوه ټویټ کې لیکلي چې: طالبان باید د توکم او جنسیت په پام کې نیولو پرته د ټولو افغانانو د حقونو ساتنه وکړي چې زده کړو ته په خوندي توګه لاسرسی ولري.

ګوترش د کابل په لوېدیځ کې د پرونۍ پېښې په یادولو سره وویل: پرون د کابل ښار په یوه ښوونیز مرکز په تروریستي برید کې لسګونه تنکي هلکان او نجونې ووژل شول.

د يادونې ده، چې د کابل په لوېديځ کې د ليس کاج ځانمرګي بريد په ملي او نړيواله کچه پراخ غبرګونونه را پارولي دي.

چاودنه د جمعې په ورځ سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې رامنځته شوه.

د راپورونو له مخې په دې پېښه کې تر ۶۰ ډېر کسان وژل شوي او ټپيان دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي