برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۶ بهمن , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

ګوترش: طالبان دې د افغان ښځو د اعتراض کوونکو امنیت تضمین کړي

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو سرمنشي پر ټوېټر لیکلي چې هغه په افغانستان کې د ورکو شویو ښځینه فعالانو د هوساینې په اړه اندېښمن دی.


په افغانستان کې د ښځو مظاهره کوونکو د خلاصون په اړه له طالبانو څخه د نړیوالو اندېښنو او غوښتنو په دوام کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش پر طالبانو یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د افغان ښځینه فعالانو مصونیت دې ډاډمن کړي، څو هغوی بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

ګوترش په یوه ټوېټ کې ویلي چې هغه د هغو ښځینه فعالانو د هوساینې په اړه چې په افغانستان کې ورکې شوې په زیاتېدونکي ډول اندېښمن دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي پر طالبانو غږ کړی چې د دوی خوندیتوب تضمین کړي.

د مظاهره کوونکو ښځو او د هغوی د ځینو خپلوانو له ورکېدو څو اوونۍ کېږي، خو د هغوی د برخلیک په اړه معلومات نشته. لږترلږه دوه یې په دې وروستیو کې تښتول شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي