برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۶ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

ګالوف : په افغانستان کی د امریکا استخباراتي غړی نشه یي توکي قاچاقوي

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر ګابلوف ټاس خبري اژانس ته داخبره کړې ده. هغه ویلي، دوی هغه کسان دي چې روسیه په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د وژلو لپاره د طالبانو په مالي ملاتړ تورنوي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې څو ورځې وړاندې نیویارک ټایمز پخپل راپور کې ویلي و، روسیې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو اړوند یوه حساب ته پیسې لېږدولې، څو دغه وسله وال امریکايي سرتېري پرې ووژني
د دې امريکايي ورځپاڼې په راپور کې راغلي و، امریکايي چارواکو الکترونیکي مالومات ترلاسه کړي چې طالبانو ډېری پیسې له یوه حسابه ترلاسه کړې دي. په ورته وخت کې طالبانو له دوی سره د روسیې د هر ډول استخباراتي مرستې راپورونه رد کړي دي. د یادولو وړ ده چې په تېر میلادي کال کې په افغانستان کې ۲۰ امریکایي ځواکونه وژل شوي، خو دا نه ده په ډاګه شوې چې د څو سرتیرو په وژلو کې روسیه ښکېله ده.

شریک یي کړئ!