برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۳ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

که کورني عسکر د یرغلګرو ملاتړ پرېږدي، زموږ وروڼه دي

د طالبانو مشر شیخ الحدیث مولوی هبة الله اخندزاده‌ د اختر په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ويلي، که کورني عسکر د بهرنیانو په ملاتړ له جګړې لاس واخلي سره وروڼه دي.



طالب مشر په دې پیغام کې افغان ولس او خپلو سرتېرو ته د اختر د مبارکۍ تر څنګ ور یاده کړې چې مبارزه او قربانۍ به يې د اشغال تر پایه دوام لري.
په پیغام کې د ملکي تلفاتو اړوند هم د پام یادونه شوې او هم پر علماوو غږ شوی چې په دې تاریخي حساس پړاو کې د خپل حیثیت دغداره کېدو ته پام وکړي.
د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت د عالیقدر شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده‌ (حفظه الله) د مبارکۍ پیغام
بسم الله الرحمن الرحیم
إن الحمـد لله نحمده ونستعينه ونستغفره، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا، من يهده الله فلا مضل له، ومن يضلل فلا هادي له، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، وأشهد أن سيدنا ونبينا محمداً عبده ورسوله، صلى الله علیه وسلم، وعلى آله وأصحابه، ومن سار على نهجه وتمسك بسنته إلى يوم الدين. وبعد!
قال الله تعالی: وَلَمَّا رَأَى الْمُؤْمِنُونَ الْأَحْزَابَ قَالُوا هَذَا مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَصَدَقَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَمَا زَادَهُمْ إِلَّا إِيمَانًا وَتَسْلِيمًا (22)الاحزاب.
محترمو مسلمانانو، مؤمنو هیوادوالو او مجاهدینو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
له هر څه نه مخکې، د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي درته وړاندې کوم.
اختر مو مبارک شه! الله تعالی مو روژې، عبادات او ټول حسنه اعمال قبول وګرځوه. آمین
د اختر د خوښیو پدې شیبو کې درته د وروستیو جهادي فتوحاتو مبارکي وایم.
د الخندق عملیاتو له پیل راپدیخوا د هیواد په مختلفو سیمو کې د ګڼ شمیر ولسوالیو مراکز او پراخې سیمې د مجاهدینو لخوا فتحه شوي دي. لله الحمد، الله تعالی د اسلامي امارت مجاهدینو ته د دښمن د یرغلونو په مقابل کې ثبات او استقامت ورنصیب کړی او د یرغلګرې امریکې له ظلم او وحشت نه ډکه ستراتيژي یې ناکامه کړې ده. الله تعالی دې د مؤمن ولس او مجاهدینو کوښښونه قربانۍ او د ټولو شهیدانو شهادتونه قبول کړي، زخمیانو ته دې الله تعالی عاجله شفاء ورنصیب او محبوسو مجاهدینو ته دې الله تعالی دنجات او آزادۍ اسباب برابر کړي. آمین یا رب العلمین
مسلمانانو وروڼو او خویندو!
د یرغلګرو په مقابل کې زموږ جهاد ، د دین، عقل او بشري قوانینو په ټولو معیارونو برابر او ثابت دی. زموږ د مرام خلاصه دا ده چې زموږ مسلمان ولس باید له خپلې اسلامي عقیدې سره سم د اسلامي نظام تر سیوري لاندې آزاد ژوند وکړي خو د وخت جابر امریکایي طاغوت او ملګري یې غواړي چې په موږ باندې خپله نظریه وتپي، زموږ هیواد د یوې پوځي اډې په حیث تر اشغال لاندې ولري او له موږ څخه د ژوند اساسي حق( آزادي) سلب کړي.
امریکایي یرغلګر زموږ د هیوادوالو د ځپلو په برخه کې له هیڅ ظلم او قساوت څخه دریغ نه کوي، زموږ په کلیو، ښارونو، جوماتونو، مدرسو او نورو مراسمو باندې بمباري کوي، عام ولسي وګړي وژني، د کورونو پریښودلو ته یې اړباسي او په زرګونو افغانان په زندانونو کې په وحشتناکو شکنجو ځوروي. قضایي مصئونیت یې هم ځانته ورکړی چې څوک یې پوښتنه هم ونکړی شي. له دې علاوه غواړي په هیواد کې نوې فتنې،بداخلاقی، تعصبات او جنجالونه راپیدا کړي، د هیواد غني ذخایر مو لوټ کړي، د خپلو استعماري اهدافو لپاره دلته نوې جنګي ډلې جوړوي او هڅه کوي زموږ هیواد د ټولې سیمې او ګاونډ یانو په وړاندې د یوه مخالف سنګر په حیث وکاروي. که د امریکایي اشغالګرو دغه خطرناکه پالیسي عملي کیدوته پرېښودل شي، نو ټوله سیمه، په ځانګړي ډول زموږ هیواد او ولس
به په داسي مشکلاتو او دښمنیو کي را ګیر کړي چي بیا به یې د خلاصون لاره نه وي .
له دې ټولو بد مرغیو څخه د نجات یوازینۍ لاره دا ده چې امریکایي او نور اشغالګر پوځونه زموږ له هیواده ووځي، اسلامي، خپلواک او افغان شموله نظام حاکم شي، زموږ جهاد په همدې هدف پیل شوی او همدې مرام ته د رسیدو لپاره مو د مسلح جهاد سره سره د تفاهم او مذاکراتو دروازه هم پرانیستې پریښې ده چې د اسلامي امارت سیاسي دفتر په همدې برخه کې د امارت د یوازنۍ مرجع په توګه فعالیت لري.
که امریکایي چارواکي واقعا د افغانستان د قضیې په سوله ایز حل باور لري باید مستقیما د مذاکراتو میز ته راشي تر څو د اشغال دغه غمیزه چې لوی زیان یې د افغانستان او امریکا ولسونو ته رسیږي، د خبرو له لارې حل شي.
د امریکایې چارواکو لویه اشتباه داده چي په هره موضوع کي له سرزوري نه کار اخلي خو زور هرځای نتیجه نه ور کوي. موږ د یو مسلمان ملت په حیث حق لرو چې په هره ممکنه لاره وي اشغالګر له خپل ملک څخه وباسو. که پرون مو د انګلیسي یرغل اوبیا شوروي اتحاد د یرغل په وړاندې جهاد مشروع او برحق و نن مو د امریکايي اشغال په وړاندې هم جهاد هماغه ډول مشروع او برحق دی. هيڅ دلیل نشته چې د پرون اشغال رد کړو او د نن
اشغال ته سر ټيټ کړو.
د نړۍ او افغانستان علماءکرامو ته مي خصوصي پیغام دادی چي امریکا او ملګرو یې په نورو ټولو برخوکي تقریبا ماتې خوړلې، اوس کوښښ کوي چي دعلماءکرامو له نامه نه دځان په ګټه استفاده وکړي. دهغوی حیثیت او بې داغه تاریخ داغداره کړي،دخپل مؤمن ولس په زړونو او ذهنونو کي یې ځای او وقار ورختم کړي ،نوباید چي علماءکرام ډیر ورته متوجه او ځیرک واوسي چي خدای مکړه په یوه اوبل هیواد کي د دوی له ناستو او غونډو نه داسي استفاده و نه کړي چي د اسلامي خاوري له اشغال نه توجه په بل لوري واړوي او په قران اوحدیث ثابت مقدس جهاد خپلمنځي جګړه تعبیر کړي.
افغان مجاهد ولسه!
دا چې یرغلګر دښمن له تاسو سره د مقابلې په هرسنګر کې له ماتې سره مخامخ دی نو یواځې د خپلې تبلیغاتي میډیا په مټ یې د مجاهدینو خلاف خپله پروپاګنډه توده ساتلې ، هغوي کله مجاهدینو ته ترهګر وایي او کله یې هم برحق دفاعي مقاومت نورو جهتونو ته منسو بوي ، خو حقیقت دا دی چې مجاهدین ستاسي وروڼه او زامن دي، ستاسي د دین او خاوري مدافعین دي. نو که دښمن پلوه رسنۍ هر څه وایي تاسو ته خو حقیقت د لمر په شان واضح او هرڅه دسر په سترګو وینئ. تاسو د دښمن په تبلیغاتو باور مه کوئ بلکې پر خپلو حواسو او درک اعتماد وکړئ. د اسلامي امارت مجاهدین یوازې همدا غواړي چې تاسو د قرآن کریم په هدایاتو منور ژوند ولرئ، له معیاري تعلیم، شرعي نظام، خپلواکۍ، وقار، سرلوړۍ او سوله یيز ژوند څخه برخمن شئ او راتلونکي نسلونه مو د کفري اشغال له تباه کوونکو اغیزو څخه خوندي پاتې شي. موږ دیني او عصري زده کړې د ټولو افغانانو او افغاني ټولنې د کامیابي لپاره اړینې بولو.
د الله تعالی په نصرت سره مو تر خپل واک لاندې ساحو کې مثالي امن تامین کړی او د خپل توان او امکاناتو په اندازه مو د ولس د هوساینې، تعلیم او پرمختګ په برخه کې اقدامات کړي. د راتلونکې په اړه هم هیوادوالو ته ډاډ ورکوو چې ان شاءالله د هیواد راتلونکی به روښانه او له سولې او رفاه سره مل وي.
د دې لپاره چې زموږ ولس په ځان بسیا شي، خلکو ته کار پیدا شي، محلي اقتصاد وغوړیږي او خلکو ته په خپل وطن کې د حلالې روزي ګټلو امکانات میسر شي، موږ ټولو شتمنو هیوادوالو، تجارانو او کاروباري وروڼو ته دعوت ورکوو چې په ټول افغانستان په تیره بیا د مجاهدینو تر واک لاندې ساحو کې،زراعت او مالداري ته وده ورکړي، فابریکې او کارځایونه جوړ کړي، اسلامي امارت به له دوی سره هر راز مرسته وکړي.
د اسلامي امارت په اند، د ملکي تلفاتو موضوع له ډیرو مهمو او اساسي موضوعاتو څخه ده. خپل ولس ته ډاډ ورکوو چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره موږخپل ټول وس کړی او بیا یې هم کوو.
په په اسلام کې د بې ګناه مسلمان قتل له شرک وروسته دوهمه ستره ګناه ده، هیڅ د ایمان خاوند نه غواړي چې داسې ګناه ترسره کړي .زموږ مجاهدین چې د الله تعالی د رضا لپاره یې د جهاد ستړی ژوند پر ځان منلی کله به هم داسې کار ته زړه ښه نه کړي چې هغه د الله تعالی د سخت نارضایت سبب ګرځي. خو په دې برخه کې حقیقت دا دی چې د ملکي وژنو ډیری غمیزې خپله د اشغالګرو او یا د هغو ډلو لخوا په مرموز او قصدي ډول رامنځته کیږي چې د اشغال تر سیوري لاندې د جهادي مقاومت د کمزوري کولو او بدنامولو لپاره را پیداشوي او د هغوی لخوا اکمالیږي. نو ولس باید متوجه وي، د هرې پیښې ماهیت او کیفیت ته دې ژور فکر وکړي او د دښمن په تبلیغاتو پسې دې نه ځي.
د دښمن په لیکو کې ولاړو عسکرو، ملکي او پوځي منسوبینو او ټولو کارمندانو ته مو پیغام دا دی چې تاسو د همدې خاورې او ولس بچیان یاست، پلرونه او نیکونه موټول مسلمان او د قرآن او اسلام پیروان تېر شوي، تاسو ته په هیڅ دلیل جایزه نه ده چې د خپل مجاهد ولس خلاف د هغو اشغالګرو تر قومنده لاندې وجنګیږئ چې زموږ د اسلام او قرآن سرسخته دښمنان دي، زموږ هیواد یې اشغال کړی او زموږ په ولس ظلمونه کوي.
له تاسو سره زموږ مخالفت یوازې په همدې ټکي دی. که تاسو د اشغالګرو له ملګرتیا لاس واخلئ، زموږ وروڼه یاست، مجاهدین لکه څرنګه چې د هیواد په لراو بر کې هره ورځ له دښمنه را جلا کیدونکو عسکرو ته هر کلی وایي، د جنګي اسیرانو ساتنه او تداوي کوي تاسو ته هم د سر او مال امن درکوي. نو تاسو هم د خپل دنیوي او اخروي نجات لپاره اقدام وکړئ او مخکې له دې چې د امریکایانو په ملګرتیا کې ووژل شئ د اشغالګرو له صف څخه ځانونه رابېل کړئ.
د امریکایي حکومت لخوا بیت المقدس ښار ته د سفارت انتقال هغه اقدام دی چې له اسلام، اسلامي امت او اسلامي شعائرو سره یې د امریکایي چارواکو دښمني نوره هم څرګنده کړه، موږ دغه اقدام په کلکو ټکو غندو د مسلما نانو د لومړۍ قبلې (الاقصی) قضیه د اسلامي امت قضیه ګڼو او بیت المقدس ښار د اسلامي نړۍ نه بیلیدونکې برخه بولو.
په پای کې مو مجاهدینو او سیمه ییزو مسؤلینو ته پیغام دا دی چې خپل مسؤلیتونه هغه که نظامي وي او یا هم ملکي، په ډیر جدیت او اخلاص سره ترسره کړي.
د هیواد ټولې هغه سیمې چې د مجاهدینو ادارې پکښې فعالې دي، د مجاهدینو لپاره یوه لویه ازموینه ده چې آیا اوس له خپلو شعارونو او مدعا سره سم د ولس خدمت او د اسلامي عدالت تعمیل کوي او که نه؟
موږ تاسو هر یو الله تعالی ته مسؤل یو، له هر چا څخه به د هغه د مسؤلیت او تر لاس لاندې رعیت په اړه پوښتنه کیږي. الله تعالی خبیر او په هر څه عالم دی، باید چې معامله مو له الله تعالی سره وي او خاص د الله تعالی د رضا په خاطر د الله تعالی د مخلوق خدمت په ښه طریقه سره انجام کړو. له خلکو سره ښه رویه، نرم اخلاق، تواضع او حلم باید خپل عادت جوړ کړو.
نبي کریم علیه الصلاة والسلام حضرت معاذ ابن جبل (رض) ته فرمایلي: إتق الله حيثما كنت، إتبع السيئة الحسنة تمحها و خالق الناس بخلق حسن.رواه ترمذي وقال: حدیث حسن.
ترجمه : ویریږه دالله څخه هرچیرته چې یې، د بدي وروسته نیکي وکړه چې هغه محوه کړي اوپه ښو اخلاقو له خلکو سره معامله کوه.
ټول مسئولین باید دولس خدمت او درعیت حقوق ور ته رسول خپل مسئولیت وګڼي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: كلكم راع وكلكم مسئول عن رعيته، فالإمام راع وهو مسئول عن رعيته، والرجل راع في أهله وهو مسئول عن رعيته”[رواه البخاري، ومسلم]
هر یو له تاسو څخه شپون او ساتونکی دی، او له هر ساتونکي څخه به د هغه د رعیت په اړه پوښتنه کېږي .
امام څارونکی او د خپل رعیت مسؤل دی ، یو سړی د خپل کور څارونکی او ساتونکی دی او له هغه څخه به د خپل کور د رعیت په اړه پوښتنه کېږي
په پای کې یو ځل بیا د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي درته وایم، له ټولو مجاهدینو او عام ولس څخه مې غوښتنه ده چې د کلي او ګاونډ غریبان، یتیمان، کونډې او بې وسه مسلمانان او د محبوسینو کورنۍ د اختر په خوښیو کې هیر نه کړي، له هغوی سره مرسته وکړي. تر څو هغوی هم اختر ولمانځي او د خوښیو له دې فرصت نه محروم پاته نه شي.
والسلام عليكم ورحمت الله وبركاته
د اسلامي امارت زعیم
شیخ الحدیث مولوی هبة الله اخندزاده‌ (حفظه الله)
۲۷ رمضان المبارک ۱۴۳۹ هـ ق

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي