برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

که ټاکنې نه وای شوې، بهتره به وه

آریانانیوز: پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د ولسي جرګې ټاکنې که نه وای شوې بهتره به وه، په وینا يې موږ ته تر هر څه سوله مهمه ده.


هغه له اشنا تلویزون سره خبرو کې وویل، اصلاً خو ټاکنې باید څلور – څلور نیم کاله مخکې باید شوی وای، چې وضعیت هم د اوس په پرتله ښه و، چې هغه وخت ونه شوې اوس يې نه کول بهتره کار و.
حامد کرزي وویل مهمه دا ده چې د سولې په اړه ګامونه اوچت شي، چې د طالبانو او امریکا مخامخ خبرې يې وستایلې.
هغه د امریکا له لوري د افغان سولې لپاره د زلمي خلیلزاد ټاکنه مناسب کار بولي، خو ټینګار کوي چې سوله کې باید پټې معاملې نه وي.
کرزي وویل، طالبان زموږ هېوادوال دي په هر قېمت ورسره جوړېږو، خو پاکستان او امریکا باید پټه معامله ترسره نه کړي.
کرزي د ښکېلو اړخونو د شرطونو پر ځای یادونه وکړه چې طالبان او افغان حکومت باید د خپلې خاورې د اختیار تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړي.
هغه، چې د امریکايي یرغل لومړی افغان مامور پاتې شوی، ومنله چې پخپله خاوره مو واک د بل چا دی: «له بده مرغه دا اختیار اوس نه لرو.»
کرزي ومنله چې د طالبانو له لوري د بهرنیو عسکرو پر وتلو ټینګار د مناسب کار دی، خو په وینا يې باید په اړه يې بین الافغاني تفاهم وشي او لویه جرګه را وغوښتل شي.
حامد کرزی د امریکايي یرغل سره جوخت په ارګ ننوت او د واک په وروستیو کې يې ظاهراً د امریکا پر سیاست نیوکې پیل کړې.
هغه امریکا دلته په دوه ګوني سیاست تورنه کړه، د شپنیو عملیاتو او ملکي تلفاتو په برخه کې تر اوسني حکومت حساس ښکارېده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي