برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۵ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

که د بهرنیانو لاس لنډ شي، افغانان به ډېر ژر سره جوړ شي

په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف د طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان کې ټول افغاني اړخونه اوس پر دې یوه خوله دي چې د روانې جګړې اصلي عامل بهرنیان دي.



نوموړي وویل چې افغان حکومت داعش او طالبانو امریکایان او بهرنیان مستثنی کړي دي او زیاته یې کړه: دا پر دې دلالت کوي چې دواړه اړخونه د بهرنیانو د شتون سره مخالف دي او دوی دواړو لکه اوس چې اوربند سره کړی همداسي کولای شي چې په یوه ګډ نظام کې واوسیږي او په ګډه خپل هیواد جوړ کړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې دا اوسنی اوربند که څه هم ډېر لنډ دی خو د یوه لوی بدلون پيلامه ده، او د سولې د سیلاب پیل دی.
ضعیف وویل چې د افغانستان حریم به کله هم په بهرنیانو ونه ساتل شي، بلکي د بهرنیانو او ګاونډیانو د مداخلې ښه مخه هغه وخت نیول کیدای شي کله چې ثابت او واکمن نظام ولرو.
نوموړي وویل چې افغان که په هره ډله او هر نامه دي ، هغه د خپل هیواد سره مینه لري.
ضعیف صاحب د کابل په پروسه کې د ولسمشر اشرف غني د سولې د وړاندیز او اعلان په اړه وویل چې په هغه کې داسي څه نه وه چې له مخي يې طالبان سولې ته وهڅیږي، بهرنیانو ته په کښي هیڅ اشاره هم نه ده شوې او بالمقابل طالبانو ته په داسي څه ورکولو امادګي وښودل شوه چې هغه ددوی حق کیږي.
نوموړي وویل: « د هر افغان طبیعي حق دی چی سیاسي ګوند جوړ کړي او یا هم د خپل هیواد تابعیت پاڼه او پاسپورټ ولري».
نوموړي بیا هم د بهرنیانو پر وتلو ټینګار وکړ او وې ویل چې دا هسي وهم دی چې د بهرنیانو د وتلو وروسته به بیرته په افغانستان کي کورنۍ جګړه پيل شي او له وجې به یې قتل عام پيل شي.
ضعیف وویل چې همدا اوس په افغانستان کې هره ورځ ۳۰۰ جنازې پورته کیږي، تر دې به نوره څومره بده ورځ راسي، اوس خو په کار ده چې ددغې خون خرابې مخه ونیول شي، هغه چې د بهرنیانو د وتلو وروسته به څه پيښيږي، هغه خو نامعلومه خبره ده، لومړی باید دغه معلوم قتل عام ودرول شي.
ضعیف د طالبانو له لوري د ۳ ورځني اوربند هرکلی وکړ او وې ویل چې زمونږ هیله ده چې دغه اوربند ۳ میاشتو او یا اقلا تر غټ اختر پوري وغځیږي، تر څو په دغه موده کې د بهرنیانو پر خلاف ملي اجماع را منځته کړل شي او د جګړې نورې ریښې وپلټل شي او په حکمت سره یې د له منځه پر وړلو غور وشي.
نوموړي وویل چې افغانستان د ټولو افغانانو مشترک کور دی، په افغانستان کې هیڅ یوه ډله دا ادعا نشي کولای چې زه د ملت نمایندګي کوم، هیڅ څوک دا حق نه لري چې خپله رایه پر نورو تحمیل کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array