برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کندهار: ټاکنیزه پروسه نا امنۍ له خنډ سره مخ کړې

آریانانیوز: کندهار کې ټاکنیزه پروسه له خنډ سره مخ شوې او یوازې په محدودو دولتي ساحو کې تر ډار لاندې ټاکنې روانې دي.


دلته د ولسي جرګې ټاکنې یوه اونۍ وځنډول شوې او علت يې په کندهار ولایت مقام کې د طالبانو نفوذي برید یادېږي.
وړمه ورځ د ټاکنو کمیسیون وویل چې معروف او نېش ولسوالیو کې هیڅ نوم‌لیکنه نه ده شوې، خو د دې تر څنګ به سپين بولدک کې هم د نا امنۍ له امله ځينې مرکزونه تړلي پاتې شي.
په ورته وخت کې طالبانو خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې شپږ ولسوالیو کې هیڅ ټاکنې نشته او نورو ساحو کې هم ټاکنیز مرکزونه د دوی تر بریدونو لاندې دي.
د خبرپاڼې له مخې، غورک، شواربک، معروف، ریګستان، ماینشین او نېش کې هیڅ ټاکنیز مرکز نشته او سپین بولدک او تخته پل کې څو محدود مرکزونه شته چې د دوی له بریدونو خوندي نه دي.
خبرپاڼه زیاتوي، شاولیکوټ، میوند، ارغستان او خاکریز کې د ولسوالیو په مرکزونو کې ټاکنیز مرکزونه خلاص شوي چې ګډونوال يې محدود کسان دي.
دا په داسې حال کې دی چې حکومت د ټاکنو د خوندیتوب سینه ډبولې او ويلي يې و، له دریو ورځو راهیسې يې د کندهار خوندیتوب ته پام کړی دی.
طالبانو د ټاکنیزې پروسې د ناکامۍ لپاره ګڼې لويې لارې هم د ترافیکو پر مخ تړلي او پرې تېرېدونکي کسان پلټل کېږي.
ټاکل شوې له ټاکنو بل پاتې ولایت غزني کې به د ولسي جرګې ټاکنې راتلونکی کال له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای ترسره شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي