برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۴ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

کندهارباندی دامریکایی نیواکګروځواکونو هوايي برید بشري جنایت بلل

آریانانیوز: درسنیودراپورپه اساس د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو وروستی هوايي برید چې ملکي وګړي په کې نښه شوي وو، په کلکه غندلی او دا کار یې بشري جنایت بللی دی
په هغه خبرپاڼه کې چې د پخواني ولسمشر له دفتره رسنیو ته استول شوې، ددغه برید د غندلو او په هېواد کې د هوايي بریدونو له امله د ملکي تلفاتو په زیاتېدو د خفګان ښکاره کولو ترڅنګ د جګړې په ښکېلو خواوو غږ شوی چې زر تر زره د سولې مذاکرات پیل کړي او هېواد له دغه ناورین څځه وژغوری
د خبرپاڼې په پای کې ښاغلي کرزي د پېښې قربانیانو ته تسلیت او غمرازي وړاندې کړې ده«پخوانی جمهور رئیس د لوی خدای(ج) له درباره د یادې پېښې شهیدانو ته د جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا کوي
باید وویل شي چې وړمه شپه د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ په خوشاب کلي کې بهرنیو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په مټ هوايي برید ترسره کړ، چې له امله یې د یوې انجلۍ په ګډون ۳ تنه ماشومان ووژل شول او د یوې بلې انجلۍ په ګډون ۸ تنه نور ماشومان او تنکي ځوانان ټپیان شول
که څه هم په لومړیو کې د کندهار سیمه ییزو چارواکو ددغه پېښې پړه په وسله والو طالبانو واچوله او ادعا یې وکړه چې ګوندې دا پېښه د طالبانو د توغندويي برید له امله رامنځ ته شوې ده؛ خو د سیمې خلکو بیا د چارواکو ادعاوې رد کړې او تیره ورځ یې د یو لاریون په ترڅ کې د خپلو تنکیو ماشومانو لپاره د عدالت غوښتنه هم وکړه، چې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې مړه او ژوبل شول.

شریک یي کړئ!