برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کمزوري مديريت او فساد د سرتيرو تلفات ډير کړي دې

آریانانیوز: په ولسي جرګه کې له دوو ورځو راهيسې وروسته له هغه د امنيت په اړه بحثونو زور اخيستی دی چې د يکشنبې په ورځ د ملي دفاع وزير په استجوابيه غونډه کې د امنيتي ځواکونو د بې سارې تلفاتو په اړه خبرداری ورکړ.


د ولسي جرګې غونډې ته د ملي دفاع وزير وويل چې په تيره يوه مياشت کې د ملي اردو له ۵ سوه زيات سرتيري وژل شوي او له ۷ سوو څخه زیات ټپيان دي.
د طالبانو د وروستيو بريدونو او جګړو له امله سږ کال د افغان امنيتي ځواکونو له پاره تر ټولو خونړی کال بلل شوی دی.
د ولسي جرګې غړي وايي چې په امنيتي او دفاعي ادارو کې د چارواکو کمزوری مديريت او فساد هغه څه دي چې له امله يې د طالبانو په خلاف افغان عسکر کمزوري شوي دي او مرګ ژوبله يې زياته شوې ده .
دوی زياتوي چې امنيتي ادارې په سمه توګه خپل مسؤليت نه ادا کوي او ټولې په سياسي ډلو بدلې شوي دي.
سږکال د افغان عسکرو او طالبانو ترمنځ په جګړو کې تر بل هر وخت زياته مرګ ژوبله افغان عسکرو ته اوښتې ده چې په دې توګه دغه کال تر بل هر وخت د امنيتي عسکرو له پاره خونړی کال بلل شوی دی چې وکيلان يې د امنيتي ادارو کمزوری مديريت او اداري فساد يادوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي