برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کرزی – واشنګټن له افغانستانه د وتلو نیّت نه لری.

آریانانیوز: دامریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په همداوروستیو کې د امریکا د دفاع وزارت پنټاګان د یوه لوړروتبه چارواکی له قوله وئیلی دی ، ددغه هیواد دولسمشر ډونالډترمپ د حکم په اساس ، له افغانستانه په څواونیو کې کابو اوه زره امریکائی عسکر وځی.


د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کری پرون په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، امریکایان له طالبانو دلې استازو سره پخپلو خبرواترو کې په افغانستان کې د خپلو پوځی مرکزونو په باب مشورې کوی ، نو له دې امله واشنګټن له افغانستانه د وتلو نیّت نه لری.
دافغانستان پخوانی ولسمشر زیاته کړې ، امریکا دکابل له حکومت سره د دوه اړخیزې امنیتی موافقې په چوکاټ کې په افغانستان کې پاتیکیږی.
دامریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په همداوروستیو کې د امریکا د دفاع وزارت پنټاګان د یوه لوړروتبه چارواکی له قوله وئیلی دی ، ددغه هیواد دولسمشر ډونالډترمپ د حکم په اساس ، له افغانستانه په څواونیو کې کابو اوه زره امریکائی عسکر وځی.
د افغانستان دځینو چارواکو ،سیاستوالانو او ولسی استازو په اند،دناټو له نورو غړو هیوادونو سره یو ځای له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه په افغانستان کې له ۲۰۰۱کاله راپه دې خوا د امریکا پوځی شتون ، دافغانستان دبیخ بینائیو له ورانولو او د لسګونو زره عامو خلکو له وژلو پرته بله هیڅ بریا نه ده درلودلې ، چې باید نور دې له دغه هیواده ووځی.

شریک یي کړئ!