برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۰ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کرار او باثباته افغانستان

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر له افغان ولسمشر سره په کتنه کښې د دې په بيانولو سره چې تهران تل په دغه هېواد کښې د صلحې او ثبات ملاتړے دے وويل: امن او ثبات لرونکے افغانستان د سيمې د امنيت او ترقۍ لپاره ضروري دے.
ولسمشر حسن روحاني په چين کښې د شانګهائي د ملګرتيا د تنظيم د غړيو هېوادونو د سرمشريزې غونډې ترڅنګه د افغان ولسمشر په کتنه کښې په دغه هېواد کښې د جنګ بندۍ لپاره د هغه د عمل له نوښت څخه په هرکلي سره اميد څرګند کړ، د کورنيو خبرو اترو په پرمختګ سره په افغانستان کښې ترقي او ثبات له مخکې نه زيات ليدل کيږي.
روحاني د نشه ايزو موادو له توليد او قاچاق او همدارنګ له ترهه ګرو ډلو سره مبارزه ضروري وبلله او وې ويل، پکار د يو بل او د سيمې د نورو هېوادونو په ملګرتيا سره د نشه ايزو موادو له توليد او قاچاق او له ترهه ګرو ډلو سره مبارزه وشي.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په مختلفو ډګرونو کښې د تهران او کابل د ملګرتياؤ له ژورتيا څخه په هرکلي سره تاکيد وکړ ټرانزېټ او له فارس خليج سره د مرکزي اېشيا د هېوادونو په شمول د سيمې د هېوادونو يوځاے کېدل اهميت لري او د ټولې سيمې او له سيمې نه د وراخو ترقۍ سبب کيږي.
روحاني څرګنده کړه: د چابهار بندر ستره منصوبه چې د هند او افغانستان په اتفاق سره د اجرا په حال کښې ده د سيمې د ټرانزېټي لارو چارو د تقويت په لاره کښې يو ستر ګام دے.
اشرف غني هم په دغه کتنه کښې په دې باندې په تاکيد سره چې افغانستان له ايران سره د ملګرتيا دوام او پراختيا د خپلو ملي ګټو په لړ کښې بولي د دواړو هېوادونو د ملګرتيا د جامع سند د برابرولو د کار چټکتيا ضروري وبلله او وې ويل: د دواړو ګاونډي ملتونو اقتصادي تعلقات هم هغه شان پکار دي په چټکتيا سره دوام ومومي.
افغان ولسمشر له طالب ډلې سره د ډزبندۍ اعلان او د دغې ډلې لخوا د هغې منلو ته په اشارې سره اميد څرګند کړ چې د ايران په مرستې سره به په افغانستان کښې د امنيت او ترقۍ د رامنځته کېدو چلند دوام ومومي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي