برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۶ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کابینې ښوونکو ته د پور ورکولو صندوق د ایجاد طرحه تصویب کړه

د افغانستان د اسلامي جمهورریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.


له اجنډا سره سم؛ د عدلیې وزارت مسلکي معین د بهرني سیاست د اسنادو ارشیف د مقررې طرحه چې د قوانینو کمېټې په (۶) څپرکو او (۲۱) مادو کې تائید کړې وه، غونډې ته وړاندې کړه.

هغه زیاته کړه، د دغې طرحې هدف د هېواد د تاریخي ارزښتونو په توګه د بهرني سیاست د اسنادو ساتنه، راټولول، تصنیف او ثبت تر څنګ د علمي څیړنو په خاطر دغو اسنادو ته د متقاضیانو لاسرسی دی.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې د بهرني سیاست د اسنادو د ارشیف مقررې طرحه تصویب کړه او عدلیې وزارت ته یې دنده وسپارله چې دغه طرحه په غونډه کې د ذکر شویو سپارښتنو سره سمه تصیحیح او بشپړه کړي.

ورپسې د عدلیې وزارت مسلکي معین د کانکور ازموینې د چارو د تنظیم مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه وې ویل: دا مقرره په پيل کې د کانکور ازموینې د کمېټې غړو د حق الزحمه مقررې په نامه غونډې ته وړاندې شوې وه چې د ۱۳۹۶کال د وري د ۲۳نیټې د (۲) نمبر او (۶) فقرې د لارښوونې سره سم د کابینې غونډه کې مطرح شوه چې د جمهوررئیس د دویم مرستیال تر نظر لاندې د اړوندو بنسټونو په ګدون بیا وکتل شوه او په منځپانګه کې یې له بدلون وروسته په (۴) څپرکو او (۲۵) مادو کې د کانکورازموینې د تنظیم مقررې په نامه ترتیب شوې ده.

کابینې د کانکور ازموینې چارو د تنظیم طرحه تصویب کړه او عدلیې وزارت ته یې دنده وسپارله چې دغه طرحه د غونډې له تذکر سره سمه تصحیح او بشپړه کړي.

همدارنګه د عدلیې وزارت مسلکي معین د روزنتونونو د مقررې طرحه چې د قوانینو کمېټې په (۵) څپرکو او (۳۴) مادو کې تائید کړې وه، غونډې ته وړاندې کړه.

هغه زیاته کړه، دغه مقرره د روزنتونونو اړوند د تنظیم چارې، ساتنه، مراقبت، اعاشه، اباته او په شرایطو برابرو ماشومانو ښوونه او روزنه او له روزنتونونو څخه د څارنې چارو تامین؛ رانغاړي.

کابینې د روزنتونونو د مقررې طرحه تصویب کړه او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د غونډې له یادونو سره سم دې طرحه تصیحیح او بشپړه کړي.

ورپسې د کار، ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزیر د کابینې د ۱۱/۸/۱۳۹۶ نیټې (۱۲) نمبر مصوبې او (۵) فقرې لارښوونې سره سم د تقاعد د خزینې په ریاست کې د بنیادي اصلاحاتو طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

نوموړي وویل، د طرحې ټول اهداف په ټاکلي وخت کې د متقاعدینو د حقوقو ورکړه او له فساد سره مبارزه، د تشکیلاتي جوړښت اصلاح، د خزینې ریاست تدریجي بسیاینه او د کارنده میکانیزم جوړول، د دغه ریاست د جایدادونو او شتمنیو استرداد، په مرکز کې د بایومټریک بهیر بشپړول او په ولایتونو کې یې پلي کول او د متقاعدینو د نوي څپې منل دي او د تقاعد خزینه به د ANPDF سند سره سم د بېوزلۍ د کمولو او ټولنیز شمولیت چې خصوصي سکتور هم تر پوښښ لاندې نیسي د ټولنیزخوندیتوب په واحدې مرجع بدلېږي.

کابینې له هراړخیز بحث وروسته د تقاعد خزینې ریاست د بنیادي اصلاحاتو طرحه په پرنسیپ کې تائید کړه او اړوند ادارو او وزارتونو ته یې د تقاعد د خزینې چارو د لا ښې اصلاح په موخه مشخصې دندې وسپارلې.

د دې په دوام د مالیې وزارت معین د کابینې د ۸/۹/۱۳۹۶ نیټې د (۱۵) شمېرې مصوبې او (۱۳) فقرې لارښوونې سره سم، د تقاعد پالیسۍ د اصلاح طرحه چې موخه یې د تقاعد سیستم مالي ثبات او تداوم، په لنډ مهال او اوږد مهال کې د تقاعد سیستم مالي توان کې ښه والی، د نافذه قوانینو او مقرراتو سره سم د عامه تقاعد صندوق تاسیسول دي او د خصوصي سکتور کارکوونکو لپاره چې د تقاعد خدمتونو د پراختیا په خاطر کوم سټراټيژیک لارښوودونه ترتیب شوي دي، غونډې ته وړاندې شوه.

دغه راز هغه دوه اصلاحي انتخابونه چې نواقص او او ګټې یې په نښه شوې وي د اوسني حالت نه د راوتلو په خاطر د کابینې غونډې ته پیشنهاد کړل.

کابینې له هراړخیز بحث وروسته د تقاعد پالیسۍ د اصلاحي طرحې لومړی انتخاب چې هرکال لپاره د تقاعد ضریب د نرخ کموالی، د خدمت د لومړیو لسو کلونو لپاره د اضافي ضریب حذفول، د کارمندانو د ونډې نرخ کې زیاتوالی او د لومړیو لسو کلونو لپاره چې هر کال د تقاعد حقوقو کې (۱.۵) سلنه زیاتوالی رانغاړي، له دغه انتخابه ګټه اخیستل د هغو کسانو لپاره چې ددغې طرحې له تصویب وروسته تقاعد کېږي او نور اړوند موضوعات چې په دغه انتخاب کې مندرج درې سلنه جریمه هم حذف کېږي، تائید شوه او اړوندو دولتي ارګانونو ته مشخصې دندې وسپارل شوې.

ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست ښوونکو ته د پور ورکړې صندوق د جوړولو طرحه غونډې ته وړاندې کړه، وې ویل: د پوهنې وزارت د شته بودجې څخه ناداره ښوونکو ته د پور ورکولو صندق د پنځه میلیونو افغانیو په ارزښت ترتیب کړی دی چې ورکول شوی پور د یو کال په موده کې بېرته د هغوی له معاشونو ګرځول کېږي، همدارنګه د دغه صندوق د پياوړتیا او ښوونکو ته د مرستې روحیې او انګیزې پیدا کولو په موخه د پوهنې وزارت مشرتابه غړو د یوې میاشتې معاش څخه (۲۰) سلنه چې پنځه سوه زره افغانۍ کېږي دغه صندوق ته ورکړي دي.

کابینې د ښوونکو لپاره د پور ورکړې صندوق جوړولو طرحه تصویب کړه او د ښوونکو لوړ مقام ته په درناوي او د دغه منور قشر د اقتصادي ستونزو د رفع کولو په خاطر د کابینې غړو توافق وکړ چې د دوی او د وزارتونو د معینانو د یوې میاشتې معاش څخه به (۲۰) سلنه معاش دغه صندوق ته ورکړي، همدارنګه کابینې د مالیې وزارت ته دنده وسپارله چې د پوهنې وزارت له سرجمع بودجې څخه دې (۱۵) میلیون افغانۍ دغه صندوق ته انتقال شي.

ورپسې د افغانستان د ځمکو د ادارې رئیس د ارتوپیدۍ د معیاري کولو ۵۰بستریز روغتون د جوړولو په خاطر د (۲۵)جریبه موازې دولتي ځمکې چې کندز ولایت کې پرته، د جومات د جوړولو په خاطر د دایکندي ولایت په میرامور ولسوالۍ کې (۲۶۰۰) متره پرته دولتي موازي ځمکې، د آزاد خان ښوونځي د ودانۍ جوړولو په خاطر د غزني ولایت په مرکز کې پرته (۵) جریبه (۶) بسوې او (۱۲) بسواسه ځمکې، د کرنې د مسلکي لیسې د ودانۍ جوړولو په خاطر د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ په ده طاهر کلي کې د (۳۰)جریبه دولتي موازي ځمکې، د للمي څیړنیز فارم د جوړولو په خاطر د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ د چشمه شفا ساحه کې پرته (۵۰۰) جریبه موازي دولتي ځمکې او د هرات ولایت د چشت شریف، پشتون زرغون اوبه ولسوالیو لپاره د برېښنا د سب سټیشن جوړولو په خاطر په هرات کې د (۴۵) جریبه موازي دولتي ځمکې، مالیې وزارت ته د انتقال پیشنهاد غونډې ته وړاندې کړ چې کابینې تائید کړ.

د دې په دوام هغه مالیې وزارت ته د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د احمد بیګ په تپه کې د پرتې (۳۰۰) جریبه موازي ځمکې انتقال چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو ته استوګنیزې نمبرې وویشي غونډې کې مطرح کړ.

کابینې د دغې ځمکې د انتقال د تائید تر څنګ څرګنده کړه چې استوګنیزې نمرې به د یو څرګند څارونکي میکانیزم له ترتیبولو، دقت او د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست له خوا د ورثه‌وو د کره تثبیت څخه وروسته وویشل شي.

ورپسې د مالیې وزارت مالي معین د دغه وزارت دا وړاندیز چې په عادي بودجه کې به (۸.۸۱) میلیارد افغانۍ او انکشافي بودجه کې به (۷.۱۴) میلیارد افغانۍ د ضمیمې په توګه د ۱۳۹۷مالي کال په بودجه کې زیاتېږي، غونډې ته وړاندې کړ چې کابینې تائید کړ.

ورپسې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس د جمهوررئیس د شفاهي لارښوونې سره سم، سړو ولایتونو کې د وخت له پلوه انکشافي پروژو پلي کولو ته د لومړیتوب ورکولو موضوع غونډه کې مطرح کړه.

کابینې له هر اړخیز بحث وروسته دولتي وزارتونه او ادارې موظف کړې چې په سړو ولایتونو کې خپلو انکشافي پروژو ته لومړیتوب ورکړي او د تطبیق په اړه یې ګامونه پورته کړي.

په پای کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین اوه بین المللي معاهدې غونډې ته وړاندې کړې، چې تائید شوې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي