برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

کابل دوضاحت غوښتونکی شو

آریانانیوز: د امریکا ولسمشر پرون له عمران خان سره د لیدنې پر مهال وویل، که وغواړي چې د افغانستان جګړه پای ته ورسوي، کولای یې شي، خو لس میلیونه وګړي به ووژل شي او د دغه هېواد نقشه به له ځمکې ورکه شي.



ولسمشرۍ ماڼۍ د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، له نړۍ، په تېره له امریکا سره د افغانستان شراکت او همکاري پر دوواړخیزو ګټو او درنښت ولاړ دي.
په دې خبرپاڼه کې لیکل شوي، «موږ د سولې په راوستلو کې د امریکا د همکارۍ ملاتړ کوو، اما زموږ د هېواد اساسي برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په ناستو کې د افغانانو د زعامت له حضور پرته نه‌شي ټاکل کېدای. زموږ افغانستان به تل د نړۍ د سیاست په صحنه کې په صلابت او عظمت پاتې شي.»
ارګ دغه راز د ټرمپ د څرګندونو په اړه له واشنګټن نه توضیحات غوښتي دي.
ډونالډ ټرمپ پرون د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره تر لیدنې وروسته د جګړې له لارې په افغان جګړه کې د بریا عواقبو په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: «که موږ وغواړو په افغانستان کې داسې جګړه وکړو چې بریالي شو، ویلی شو چې په یوه اوونۍ کې به بریالي شو. زه نه غواړم چې لسګونه میلیونه کسان ووژل شي. زه د افغانستان لپاره تګلارې لرم. که وغواړم دا جګړه وګټم، افغانستان به د نړۍ له نقشې ووځي او ورک به شي. هغه هم په لسو ورځو کې. زه نه غواړم دا کار وکړم او نه غواړم پر دې لاره لاړ شم.»
ټرمپ د افغانستان لپاره د خپلې تګلارې په اړه ډېر جزیات ور نه کړل، خو ویې ویل، لازمه بولي چې د پاکستان په ګډون د سیمې له هېوادونو سره ګډ کار وکړي. د نوموړي په وینا، پاکستان له طالبانو سره د تفاهم په رامنځته کولو سره کولای شي په افغانستان کې د امریکا روانه جګړه پای ته ورسوي او امریکايي سرتېري له یادې جګړې را وباسي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي