برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳۱ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

ډاکټرعبدلله ته د کابینه کې ۵۰ سلنه واک ورکول

آریانانیوز: په فرهنګي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار شاه حسین مرتضوي منلې چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ کابینه پنځوس – پنځوس وېشل شوې ده
ملي راډیو ټلویزون د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د جوړجاړي هوکړه خپره کړې، چې په فرهنګي چارو کې د ولسمشر سلاکار شاه حسین مرتضوي هم تاييد کړي ده
هوکړه کې د ملي مصالحې عالي شورا مشري عبدالله عبدالله ته ورکړل شوې، چې د سولې پروسې ټولې اړوند چارې به هم ور په غاړه وي
هوکړه کې راغلي چې عبدالله عبدالله ته په کابینه او د والیانو په ګمارونو کې ۵۰ سلنه برخه ورکړل شوې، چې کابینه کې کلیدي وزارتونه هم شامل دي
د دې ترڅنګ هوکړه کې راغلي چې عبدالرشید دوستم ته به د ولسمشر غني له لوري د مارشالۍ رتبه هم ورکړل شي
ټاکل شوې دا هوکړه نن ( یکشنبه غويي ۲۸ ) کابل کې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ لاسلیک شي
ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په داسې حال کې دې هوکړې ته رسېدلي، چې دواړو ښکيلو څېرو تېر د ملي یووالي حکومت یوه بده تجربه یاده کړې ده.

شریک یي کړئ!