برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۸ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

چین د افغان سولې اړوند له طالبانو سره لیدلي

آریانانیوز: امریکايي ورځپاڼې فایننشنل ټایمز لیکلي د افغان سولې د هڅو په لړ کې چیني مشرانو هم د طالبانو له سیاسي استازو سره لیدلي دي.


د سرچينې په وینا چين د افغان سولې په هڅو کې د مرستې سینه ډبولې ده او په باور يې دا د سولې په هڅو کې یو ښه پرمختګ دی.
طالبانو په دې تړاو رسماً څه نه دي ويلي، خو د سولې شورا غړو د ناخبرۍ تر څنګ ویلي، چې که چیني مشرانو دا کار کړی وي، نو نېک ګام دی، د دوی په خبره د سولې په برخه کې د هر چا مرستې ته په نېک نظر ګوري.
د دې شورا ویاند احسان طاهري ويلي، چین د افغانستان یو پیاوړی ګاونډی دی او د سولې په هڅو کې راګډېدل به يې ښې اغېزې ولري.
چین تر دې وړاندې هم د څلور اړخیزو ناستو ګډونوال و، خو له طالب مشرانو سره يې دا لیدنه وروسته له هغه کېږي چې امریکا هم له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړې دي.
د شنونکو په باور له امریکا سره د مخامخ خبرو تر څنګ طالبان قوي ډيپلوماسي ته اړتیا لري، چې د سیمې هېوادونو ته هم قناعت ورکړي.
سیاسي شنونکي انجینر نظرمحمد مطمئن پخپله تازه مقاله کې همدې موضوع ته اشاره کړې ده: «د ایران، پاکستان، منځنۍ اسیا هیوادونو، روسیې او هند انديښنې لا هم پر ځای پاتې دي، اوس چې طالبان له امریکا سره مخامخ خبرې ‏کوي، اړینه ده چې همهاله له یادو سېمئیزو هیواد ونو سره د افغانستان راتلونکي اړوند او دهغوی انديښنو ته قانع کوونکي ځواب ولري.‏»
د طالب او امریکايي مشرانو مخامخ خبرو سولې ته هیلې پیاوړې کړې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي