برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

څلورپنځوس حکومتی عسکرطالبانوته تسلیم شول

آریانانیوز: دیوخبرپه اساس طالبان وايي، د بلخ ولایت په اوو ولسوالیو کې ۵۴ تنه دولتي عسکر، پولیس او اربکیان د طالبانو د مشرتابه د عفوې فرمان څخه په ګټه اخیستنې خپلې دندې خوشې کړي اوطالبانو ته تسلیم شوي دي
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼې ددې خبرپه تایید سره ویلي، چې تسلیم شوو دولتي منسوبینو کې عسکر، پولیس او اربکیان شامل دي، چې د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون لخوا یې هرکلی شوی او ملکي ژوند ته سوق کړل شوي دي: «د بلخ ولایت دولت آباد، چهاربولک، زارع، شولګر، کلدار، دهدادي او خاص بلخ ولسوالیو په مربوطاتو کې د کابل ادارې ۵۴ تنه عسکر، پولیس او اربکیان د امیرالمؤمنین د عفوې له فرمان څخه په استفاده له خپلو دندو لاس په سر او له مجاهدینو سره یوځای شول، د جلب و جذب مسئولینویې هرکلی وکړ.
د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشرتابه لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو او پولیسو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی، تیره مۍ میاشت کې هم طالبانو ته د شاوخوا ۹۰۰ دولتي عسکرو او پولیسو د تسلیمۍ خبر ورکړل شوی ؤ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي