برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۳ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

څلورو کلونو کې له ۲۸ زرو ډېر امنيتي سرتيري وژل شوی

آریانانیوز: د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني په تيرو څلورو کلونو کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې ارقام په ډاګه کړل.


محمد اشرف غني د امريکا د جان هاپکينز پوهنتون محصلينو يوې غونډې ته له کابل څخه يې د ويډېويي کنفرانس له لارې خبرې کولې، د خپلو خبرو په ترڅ کې يې وويل چې له ۲۰۱۵ کال راهيسې په افغانستان کې ۲۸۵۲۹ امنيتي او دفاعي عسکر وژل شوي دي.
افغان حکومت تر دې وړاندې ډېر ځله هڅه کړې ده چې له طالبانو سره په جګړو او چاودنو کې د افغان امنيتي ځواکونو تلفات پټ کړي او يا يې هم کم وښيي؛ خو د اشرف غني دغه اعلان بې ساری دی.
د ګډ حکومت مشر د وژل شويو امنيتي سرتيرو ارقام په ډاګه کړل خو دا يې ونه ويل چې په دې څلورو کلونو کې څومره امنيتي سرتيري ټپيان شوي دي.
د امريکا دفاع وزارت تر دې وړاندې د افغان ځواکونو تلفات له رسنيو سره شريکول خو له يو کال راهيسې يې د افغان ځواکونو د تلفاتو په خپرولو بنديز لګولی دی.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د افغان امنيتي سرتيرو مرګ ژوبله زيات شوې ده او ددې ترڅنګ يو شمير د جګړو د سخت والي له امله يا هم طالبانو ته تسليميږي او يا هم خپلې دندې پريږدي.

شریک یي کړئ!