برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۷ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

څلورلس حکومتی پولیس طالبانو ته تسلیم شول

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، تسلیم شوو پولیسو له ځانونو سره ۱۴ میله وسلې او مهمات هم طالبانو ته سپارلي او د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون لخوا یې هرکلی شوی دی
«دتخار نمک آب ولسوالۍ مربوطاتو کې د۲ قومندانانو (عبدالغفار اونواب)په شمول دکابل ادارې۱۴پولیس او اربکیان دامیرالمؤمنین د عفوې له فرمان څخه په استفاده له خپلو دندو لاس په سر او له خپلو۱۴ میله سپکو او درنو وسلو سره مجاهدینو ته راغلل
باید وویل شي په دې وروستیو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې توافقنامې لاسلیک او دولتي عسکرو او چارواکو ته د طالب مشرتابه لخوا «عامې بښنې» له اعلان سره طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو او چارواکو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي