برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۳ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په کابل کې تمیم شنسب او ساتونکې یی ونیول شول

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د کابل امنیه قومانداني وویل چی په شهرنو سیمه کې د «تمیم شنسب» په ګډون د هغه ۱۸ ساتونکي پرون غرمه نیولي دي نښته پای ته رسېدلې ده.


د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد نن سې شنبې امریکا غږ ته وویل چې له یادو کسانو څخه ۱۵ میله سپکې او درنې وسله هم نیول شوي‌ دي.
هغه وویل چې په دغه څه باندې ۲۳ساعته مقاومت کې د «تمیم شنسب» وسله والو ته تلفات اوښتي خو زیاته کړه چې کره معلومات یې معلوم نه دي.
پر همدې مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش امریکا غږ ته وویل چې د تمیم شنسب په نوم کس د یوه خصوصي شرکت مسؤل دی.
ښاغلي دانش وویل په کوم کور چې تمیم شنسب اوسېدی پر دغه کور باندې حقوقي دعوه وه چې د محکمې د حکم لمخې باید نوموړي دغه کور تخلیه کړی وای چې وسله وال مخالفیت یې وکړ.
نوموړي زیاته کړه چې د تمیم شنسب په شمول له ټولو نیولو شوو کسانو څخه څېړنې کېږي او قانون ته به وسپارل شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي