برخه -څانګه : afghanistan, note, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په کابل کې آمریکا خپل سفارت کارکونکی کموی

آریانانیوز: دیوراپورله مخی روئیټرز خبری آژانس د امریکا دحکومتی چارواکو له قوله په یوه راپور کې وئیلی دی ، دامریکا خارجه وزارت به له وخته مخکې یعنی له راتلونکی میاشت څخه په افغانستان کې ددغه هیواد دسفارت نیمو کارکونکو شمیر کمول پیل کړی.


ددغه راپور په اساس ، دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو په کابل کې د امریکا دسفارت د کارمندانو دکمولو دپلان په چټک کولو پسې دی . یو کال مخکې په نړۍ کې دامریکا دتر ټولو سترې ډیپلوماټیکې نمایندګۍ د کارکونکو تر نیم شمیر پورې دکمولو لپاره دپمپئو حکم ، له ټاکلی وخته مخکې ترسره کیږی .
دغه اقدام د کومې موافقې په سر دطالبانوډلې اوامریکادخبرواترو دسست پرمختګ پر مهال ترسره کیږی ، چې له افغانستانه د امریکائی ځواک د ویستلو او دمریکاد ترټولو اوږدۀ جنګ دختمولو لپاره لاره هواروی .
دروئیټرز خبری آژانس دراپور په اساس، په مخکینیوخبرواتروکې د افغانستان دجنګ دختمولو لپاره د امریکا دولسمشر ټرمپ ښکاره بیړه اوبې صبری، دطالبانو ډلې د مرکچی ټیم د دباؤ اړم پیاوړی کوی .
د امریکا نوی اقدام بیا هم طالبان په لاښه موقعیّت کې ورولی ، ځکه د وی د امریکا د سفارت دکارکونکو شمیر په کمولو پسې دی او په افغانستان کې دامریکا درول دکمولو لپاره د ټرمپ لیوالتیا تائیدوی .
څلور کاله مخکې ا مریکا په کابل کې دخپل سفارت دپراختیا لپاره څه دپاسه اته سوه میلیون ډالر لګولی دی او همدااوس دغه سفارت څه دپاسه یو زر پنځه سوه ډیپلوماټان او کارمندان لری . له افغانستانه د امریکائی ځواک وتل ، اوور بند او له افغان حکومت سره دنیغ په نیغه خبرواترو پیلول ، په تیرو میاشتو کې د امریکا اوطالبانو ترمینځ دخبرواترو اصلی چورلیزونه دی

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي