برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۹ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په کابل کی دیورسمی دفتردپرانیتلولپاره دطالبانوغوښتنه

آریانانیوز: دطالبانودپلاوی رئیس په پلازمنی کی دیوی رسمی دفتردپرانیستلوغوښتونکی شو.


عباس استانکزی دطالبانودپلاوی رئیس دمسکوپه غونډی ویلی دی.په کابل کی ددغی
ډلی درسمی دفترله شتون سره پرته دافغنستان له حکومت سره دسولی خبری اتری امکان نلری.
د روسیی داسپوټنیک رسنی راپورورکړ.استانکزی دمسکودغونډی په دوهمی ورځی
کی وویل. ددولت سره خبری اتری اواړیکی لپاره ضروربه وی. په کابل کی یودفتر جوړشی.
حاضردمه طالبانوپه کابل کی رسمی دفتریاکوم پته یا ادرس نه لری.چی ددولت سره خبری وکړی. اودامسئله دهغوی لپاره یوه اړتیا ده. دهغه په وینا دغه دفترباید دسولی مطبوعاتی ؛ رسندویی اودخلکوغوښتنی ته دیومسئول په حیث ځواب ووایی. ملی او نړیوال مسئایل مطرح کړی.
دطالبانودپلاوی رئیس همدارنګه په دغه غونډه کی په اول روځ کی وویل. چی طالبانو
په افغانستان کی دقدرت دانحصارولوپه لټه کی نه ده.
خودغه ډله په افغانستان کی داسلامی حکومت درامینځته کیدوغوښتونکی دی. اوهغه همداراز وویل.ترهغه وخته چی بهرنی ځواکونوله افغانستان څخه ونه وځی. دغه ډله
به اوربند قبول ونکړی.
هغه همدارنګه دمسکوپه غونډه کی په لومړی ورځ کی وویل. چی دافغانستان داساسی قانون دسولی دبهیراصلی خنډدی. اودغه غونډه چی دافغانستان دسیاسی شخصیتونو او
دطالبانوداستازوپه ګډون سره په روسیی کی دمیشتوافغان اتحادی په کوربه توپ سره دایرشوی دفوری په ۵پیل اوترننه پوری هم دوام درلود.
درسنیودرپورتونوپه اساس ددغه دوه ورځینی هدف په افغانستان کی د کړکیج دهواری لپاره دیوڅرګنده مکانیزم رامینځته کیدل دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array