برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په څرخي پله زندان کې د نه درملنې له امله دیوی بندی طالب وفات

آریانانیوز: په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو په تیرو دوه ورځو کې په پرلپسې توګه له خپلو زندانونو لسګونه دولتي سرتیري آزاد کړي، په څرخي پله زندان کې د نه درملنې او پاملرنې له امله د یو طالب بندي د وفات خبر ورکړل شوی دی
د طالبانو د بندیانو چارو کمیسیون ددې پېښې د تایید ترڅنګ ویلي، چې وفات شوی بندي له ورپېښې قابل العلاج ناروغۍ څخه کړېده؛ خو د زندان چارواکو یې نه درملنه کوله او نه یې هم د نوموړي کورنۍ ته د هغه د درملنې وخت ورکولو
په هغه خبرپاڼه کې چې د طالبانو د بندیانو چارو کمیسیون لخوا رسنیو ته استول شوې وفات شوی بندي داسې پېژندل شوی د څرخي پله له کرغیړن زندان څخه مو يوځل بيا په خواشنیۍ سره خبر تر لاسه کړ چې يو تن ناروغ بندي (عصمت الله) د عبدالله زوۍ د نيمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ اوسېدونکی تیره ورځ په دغه زندان کې د ناروغۍ له امله په حق رسيدلى. انالله وانا اليه راجعون
خبرپاڼه زیاتوي، دا بندي په داسې حال کې د افغان دولت په زندان کې د ناروغۍ له کبله ساه پرې کوي، چې سلګونه نور طالب اسیران د امریکايي ځواکونو او «کابل ادارې» په زندانونو کې له مختلفو ناروغیو څخه رنځ وړي، په ځانګړې توګه په اوسني وخت کې چې د کرونا وباء له خطر سره هم مخ دي
د خبرپاڼې پای کې د طالبانو د بندیانو چارو کمیسیون په نړیوالو بشري او روغتیايي سازمانونو د بندیانو روغتیايي او حقوقي ستونزو ته د توجه او لا سرسي غوښتنه کړې ده
د اسلامي امارت د بنديانو چارو کمېسيون يو ځل بيا د بشري حقونو پر نړیوالو سازمانونو، روغتيايي خيريه بنسټونو او نورو خپلواکو بشري ادارو ږغ کوي چې د دا ډول وضعیت په تغیر کې کوټلي ګامونه واخلي، خپل مسئولیت ادأ کړي او له سرغړونکو سره د حساب کتاب د زمینې په مساعدولو کې مرسته وکړي
په څرخي پله زندان کې دغه طالب بندي په داسې مهال د ناروغۍ له امله وفات کیږي، چې له څو ورځو راهیسې د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د زندانیانو د تبادلې په ټپه ولاړه پروسه یوځل بیا په خوځښت راغلې وه؛ خو اندېښنه داده که دغه پروسه په چټکۍ سره ترسره نه شي، ښايي دغه شان حوادث او پېښې یې جدي ننګونو سره مخ کړي او د سولې دغه په لاس راغلی فرصت له لاسه ووزي.

شریک یي کړئ!