برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په پېښور کې د افغانستان قونسلګري پرانيستل

آریانانیوز: دیورپوټ سره سم په پېښور کې د افغانستان قونسلګري له درې مياشتو ځنډ وروسته تېره ورځ بېرته پرانيستل شوه
دا قونسلګري درې مياشتې مخکې وروسته تر هغه وتړل شوه، چې پېښور ښار کې پوليسو د افغانستان يوه مارکيټ باندې د افغانستان بیرغ نسکور کړ او پر ځای يې د پاکستان بیرغ پورته کړ
د پېښور ښار په پيردوس سيمه کې «افغان مارکيټ» له تېرو څو لسيزو راهيسې د افغانستان ملکيت دی، خو يو شمېر زورواکانو پرې دعوه کړې او محکمې هم د زورواکانو په حق کې پرېکړه کړې وه
درې مياشتې مخکې د اکتوبر په لومړيو کې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل د پوليسو له لوري د افغانستان بیرغ د کوځولو په غبرګون کې اعلان وکړ، چې د پېښور قونسلګري به احتجاجا وتړي
د افغانستان قونسلګري د ويزې څانګې مشر فريدون حيدرخېل په خپله فیسبوک پاڼه ليکلي، چې د ويزې ورکړې لړۍ يې بېرته پيل کړې ده او خلک د ويزو اخيستو لپاره قونسګرۍ ته مراجعه کولی شي
د افغانستان او پاکستان ترمنځ ديپلوماتيک کړکېچ وروسته تر هغه پيل پیل شو، چې د پاکستان سترې محکمې په يوه پرېکړه کې وويل، چې افغان مارکيټ د شوکت کشميري په نوم د يوه پاکستاني دی.
د محکمې له پرېکړې وروسته پوليسو له افغان مارکيټ څخه د افغانستان بیرغ ښکته کړ، دوکانداران يې وشړل او ملکيت يې شوکت کشميري ته وسپاره
د پوليسو له دې کار وروسته افغان سفير عاطف مشعل د افغان مارکيټ مخته د يوې خبري غونډې پر مهال د افغانستان بیرغ ښکته کول توهين وباله او د قونسلګرۍ د تړلو اعلان يې وکړ
دا په داسې حال کې په کابل کې د پاکستان سفارت هم په خپله تازه اعلاميه کې ويلي، چې د ويزو ورکولو لړۍ به بیا پيل کړي
د پاکستان سفارت د تېر نومبر مياشتې په درېيمه افغانانو ته د ويزو ورکولو لړۍ بنده کړې وه او لامل يې دا ښودلی و، چې پاکستاني ډيپلوماتان په ډول ډول ځورول کيږي سفارت وايي، سر له سبا يکشنبې به افغانانو ته د ويزو ورکولو لړۍ بېرته پيل شی.

شریک یي کړئ!