برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۸ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په ټولټاکنو کې د ولس کم ګډون په هیوادکې دپردیوله شتون سره مخالفت

آریانانیوز: طالبانو ډلې دیوې اعلامیې په خپرولو سره د ولسمشرۍ په پرونیو انتخاباتو کې د ولس پیکه ګډون پخپل هیواد کې د بهرنیو عسکرو دشتون له دوام سره دافغانانانو دمخالفت نښه بللې ده .
په دغې اعلامیې کې وئیل شوی دی، د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ولس دومره لږ ګډون ددغه هیواد د نیواک له دوام سره د خلکو کلک مخالفت دی .
طالبانو په دغې اعلامیې کې مدعی شوی،د انتخاباتو په ورځ ئې په درست افغانستان کې پنځه سوه د یرش حملې کړی چې له امله ئې دوه سوه اته پنځوس امینیت ځواکونه وژلی او کابو یو سل شپیته نور ټپیان کړی دی .
داپه داسې حال کې دی چې ځینو خپلواکه افغان خبری سرچینو د پرونیو انتخاباتو په ورځ د وسلوالو مخالفانو په یوسل دیارلسو حملو کې لږترلږه ۳۲کسان وژل شوی او یو سل پنځه ویشت نور ټپیان شوی دی .
په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي ،دافغانستان په جوزجان ولایت کې د درزآب ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو په حملې کې دهغوی لاس ته ورغلې ده .داپه داسې حال کې دي چې ددرزآب ولسوالس د نسکوریدا په باب جوزجان د والی ویندوي لطف ا… عزیزي له خبرداریو یوه ورځ وروسته دطالبانو ویندوي ذبیح ا… مجاهد وئيلی دي ددغې ولسوالۍ مرکزی ودانۍ دپولیسو مرکز او د پولیسودرستې پستې ئې نیولي دي .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي