برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social
د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ دی , ۱۳۴۸ لنډ لینک :
ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په نړۍ کې له ۱۲۲ میلیونو ډېر خلک په اجباري توګه بې ځایه شوي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی، چې سږ کال په ټوله نړۍ کې ۱۲۲،۶ میلیونه کسان په اجباري ډول بې ځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د ارزونې له مخې، دا کډوال اکثرا د ځورونې، جګړې، تاوتریخوالی، بشري حقونو سرغړونو یا د عامه نظم د ګډوډولو له امله مهاجرت ته اړ شوي دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې، سږ کال په نړۍ کې د مهاجرت احصایې د تېر کال (۵،۳ میلیونه کسانو) په پرتله ۵ سلنه زیاتې شوې دي.
که څه هم دغه سازمان په مشخص ډول له خپل وطن څخه د افغان اتباعو د مهاجرت د احصایې په اړه څه نه دي ویلي، خو د نړیوالو سازمانونو د پخوانیو راپورونو پر بنسټ افغانستان او سوریه د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې په نړۍ کې تر ټولو زیات کډوال لري.