برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۸ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په ټاکنو به د طالبانو برید

آریانانیوز: ملګرو ملتونو د ټاکنو په رارسېدو له ټولو ښکیلو لوریو غوښتي چې خلکو ته د رایه ورکولو لازم شرایط برابر کړي، خو طالبانو ته یې خبرداری ورکړی چې په ټاکنیزه پروسه به د دوی هر ډول برید جنګي جنایت په معنا وي
په کابل کې دملګرو ملتونو د دفتر لخوا رسندویوته په استولې خبرپاڼه کې د تدامیچي یاماماتو له قوله راغلي، چې رایه د ټولو حق دی او افغانان باید له کومې وېرې او ډار پرته د خپلې خوښې نوماندانو ته د رایې ورکولو حق ولري او له دې حقه محروم نشي
خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي، یاماماتو د ټاکنیزې پروسې د خوندیتوب په تړاوپه تېره نهه ورځ په دوحه کې له طالب مشرانو سره هم لیدلي او ترې غوښتي یې دي چې د ټاکنو امنیت ته دې پام وکړي
خو ښاغلي یاماماتو دغه رازخبرداری هم ورکړی دی چې د رای اچونې پر مرکزونو بریدونه، د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او کېدای شي جنګي جنایتونو کې وشمېرل شي
ملګرو ملتونو په کندهار کې دغه راز په یو برید کې د یو خبریال وژنه هم غندلې او وايي، په بې توپیره او قصدي توګه د ملکیانو وژل د غندنې وړ بولي
ملګرو ملتونو دغه راز پر ټولو کورنیو او نړیوالو خواو غږ کړی چې د ټاکنو په ورځو کې شخړه راکمه کړي او په هر ډول عملیاتو کې د ملکیانو خوندیتوب ته پام وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي