برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په واک کې د نورو ډلو شریکول

آریانانیوز: وروسته له هغه، چې په کابل کې د امریکا سفیر «جان بس» د یو ټول شموله حکومت په جوړولو ټینګار وکړ، ارګ یې په غبرګون کې ویلي، په واک کې د نورو ډلو ور شریکول د راتلونکي ولسمشر صلاحیت دی او هغه به یې په اړه تصمیم نیسي
جان بس تېره ورځ له طلوع نیوز تلویزون سره په خپله مرکه کې ویلي وو، په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د خلګو ګډون کمرنګه وو؛ نو ځکه باید یو ټول شموله حکومت جوړ شي
د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې د حکومت مشر د ویاند مرستیال «لطیف محمودي» امریکا غږ ته ویلي، چې د افغانستان په اساسي قانون کې د خلګو د ګډون کچه نه ده ټاکل شوې، بلکې هر نوماند چې پنځوس جمعه یو رایې خپلې کړې ولسمشر بلل کېږي
د محمودي په خبره، دوی ډیموکراسي، جمهوري نظام او خلګو ته د واک ورکولو برخې ته ژمن دي؛ خو دا د راتلونکي ولسمشر صلاحیت دی، چې په دې اړه څه تصمیم نیسي
د کابل حکومت تېرې ولسمشریزې ټاکنې، چې نږدې یو میلیون او اته سوه زره کسانو پکې برخه اخستې وه، د لومړنیو پایلو له مخې یې اشرف غني د ۹۲۳۸۶۸ رايو په اخستلو سره مخکښ اعلان شو
جان بس تېره ورځ د اشرف غني وړل شویو رایو ته په اشارې ویلي وو، هغه ولسمشر چې رایې یې تر یو میلیون لا کمې وي، ډېر سیاسي اعتبار نه لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي