برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په هیوادکی زندانیان له مختلفو ناروغیو سره مخاخ دي

آریانانیوز: دیوراپورله مخی په دې وروستیو کې د حکومت په زندانونو کې په پرلپسې ډول زندانیان وفات کېږي او د محبسونو دننه مختلفې ناروغۍ د خپرېدو په حال کې دي؛ نو ځکه بشري سازمانونو ته ښایي، د مخنیوي لارې چارې یې وګوري
د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «ورځې خبره» تر نامه لاندې خپره شوې تبصره کې راغلي، چې په دې وروستیو کې د څرخي پله له زندان څخه په پرلپسې ډول د زندانیانو د وفات خبرونه ورکول کېږي او تېره ورځ هم یو زنداني د داسې یوې ناروغۍ له امله وفات شوی، چې د طالبانو له قوله، تداوي يې اسانه وه، خو حکومت د بندیانو کورنیو ته اجازه نه ده ورکړې، د خپلو بندیانو درملنه وکړي
تبصره کې وړاندې له زندانیانو سره د طالبانو د ښه چلند یادونه شوې او ویل شوي، چې هغوی له بندیانو سره نېک چلند کوي، مګر حکومت زندانیان ځوروي، درمل، خوراک، څښاک او لومړنۍ اړتیاوې یې لا سمې نه پوره کوي «برعکس د دښمن په زندانونو کې د اسلامي امارت له اسیرانو سره خورا ناوړه او غیر انساني چلند کیږي، د خوراک، څښاک، پاکو اوبو، درملو او پاک چاپېریال لومړنۍ اړتیاوې یې هم په پام کې نه نیول کیږي او پر دې سربیره د زندان ساتونکو عسکرو له لوري مظلوم اسیران په بیلابیلو پلمو ځورول کیږي او په ګڼو مواردو کې خو آن د همدې عسکرو له خوا په محبس کې دننه د بندیانو دشهادت او ژوبلیدو خبرونه هم خپاره شوي دي
د طالبانو په تبصره کې ویل شوي، چې د کب په لسمه له امریکا سره د شوي تړون له مخې باید شپږ زره تنه زندانیان خلاص شوي او په زندانونو کې «ناوړه چلند» ته په پام باید دې موضوع ته نور هم لومړیتوب ورکړل شوی وای، خو د طالبانو په خبره، د مقابل طرف له لوري په دې پروسه کې خنډونه واچول شول
دوی وړاندې په بشري سازمانونو غږ کړی، څو په زندانونو کې د روان ناوړه وضعیت په مقابل کې خپل غږ پورته کړي «دا چې په بګرام ، پلچرخي او نورو زندانونو کې د چارواکو پر وحشت او ظلم سربیره مظلوم اسیران له مختلفو ناروغیو سره لاس او ګریوان دي او دکرونا وبا هم د پراخېدو په حال کې ده؛ نړیوال بشري سازمانونه، ټولنې او فعالان په زندانونو کې له مظلومو اسیرانو سره روان وحشیانه چلند باید جدي ونیسي او د مخنیوي لپاره یې لازمې لارې چارې په کار واچوي
یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان دننه د کورونا له خپرېدو سره هم مهاله د زندانونو دننه ددې ناروغۍ د خپرېدو اندېښنې هم زیاتې شوې، څه موده وړاندې هم د پکتیا ولایت په مرکزي زندان کې طالب بندیانو د کورونا د اندېښنو له امله بغاوت کړی وو، چې وروسته د دولتي ځواکونو له لوري سخت وهل شوي وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي