برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۰ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په هیوادکی د بهرنیو پوځیانو دعملیاتو په بندیدو ټینګار

آریانانیوز: درسنیوپه رپوټ پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکې او طالبانو ترمینځ د صلحې د موافقې له لاسلیکیدو وروسته د تاوتریخوالو له زیاتیدو د اندیښنې په څرګندولو سره له بهرنیو په تیره بیا امریکايي پوځیانو وغوښتل چې د افغانستان د خلکو خلاف عملیات بند کړي.
حامد کرزي زیاته کړه: د افغانستان خلک له جنګه ستړې شوې دي او د جنګ او نښتو د ختمیدو غوښتونکې دي.
دا په داسې حال کښې دي چې په هیواد کې د ملګرو ملتو د ماموریت دفتر (یوناما) هم په یو رپوټ کښې وویل چې د روان میلادي کال په وړومبیو دریو میاشتو کښې د نښتو او ناامنۍ له امله د ۱۵۰ ماشومانو په شمول ۵۳۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۷۶۰ تنه نور ملکیان زخمي شوې دي.
له بلې خوا طالبانو د ملګرو ملتو د دغه رپورټ په غبرګون کښې وویل چې دغه رپورټ د امریکايي پوځیانو عملیاتو ته هیڅ اشاره نه ده شوی او په هیواد کې د امریکې د جنایتونو د پټولو کوشش یې کړې دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي