برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۷ آبان , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په هند کې د یوه افغان زده کونکي ډوبیدو په اړه د بهرنیو چارو وزارت ځواب

آریانانیوز: د بهرنیو چارو وزارت د هند په حیدرآباد کې د یوه افغان زده کونکي له کورنۍ سره خپله غمرازي څرګنده کړې...


د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي: د خواشینۍ ځای دی چې د بهرنیو چارو وزارت د هند په حیدرآباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د قونسلګرۍ له لارې د یوه افغان زده کونکي د مړینې خبر ترلاسه کړ. د هغه د لومړیو معلوماتو په اساس ، هغه د هند په حیدرآباد ، عثمانی پوهنتون کې د دریم کال محصل و، او د هغه مړینې لامل د سایبر آباد په سیمه کې په یوه سیند کې ډوب شوی ، چې د حیدرآباد له ښار څخه څلوېښت کیلومتره لرې موقعیت لري .

د کورنیو چارو وزارت د هغه له کورنۍ سره خپله غمرازي څرګنده کړه او ویې ویل: ګرانو هیوادوالو ته ، خبر ورکول کیږې چې د پیښې علتونو په اړه څیړنې روانې دي ، چې څنګه مړه شوی او مړی یې افغانستان ته لیږدولو په حیدرآباد کې د افغانستان قونسلګرۍ کې د کاري ځواک لخوا ترسره کیږي.

شریک یي کړئ!