برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۵ مهر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په هلمند کې د هوایی ځواک د دوو هلیکوپټرو د رالویدلو جزئیات

آریانانیوز: د ملي دفاع وزارت په وینا ، په دې پیښه کې نهه افغان سرتیري وژل شوي دي...


د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې پیښه د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې شوې.

د هلمند د امنیتی چارواکی په وینا ، د الوتکې عمله او ټپي شوي افغان امنیتي ځواکونه چې انتقال کېدل په دې پیښه کې مړه شوي.

د ملي دفاع وزارت ویلي چې د غورځېدو لامل تخنیکي ستونزې وې.

په هلمند کې چارواکو وویل چې د هوایی ځواک دوه هلیکوپټرې د ناستې پرمهال ټکر شوې او غورځېدلې.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د چهارشنبې په ورځ (د تله په 23) وویل چې چورلکې د ټپي شوي افغان سرتیرو د لیږدولو لپاره ناوې ولسوالۍ ته استول شوي وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي