برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په هلمند کی حکومتی ملیشودری تنه ملکیان لوټلي او وژلي

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې دولتي ملیشو(سنګوریانو) ۳ تنه ولسي خلک وژلي او د هغوی یو عراده کرولا ډوله موټر او نغدې پیسې یې ورڅخه تروړلي دي
د سیمې خلک او طالبان وايي، دا پېښه دچهارشنبی ماسپښین درې نیمې بجې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د هرات ـ هلمند پر لویه لار د ګرشک ولسوالۍ په «خومانو» سیمه کې دولتي ملیشو(سنګوریانو) د ملکي خلکو پر یو کرولا ډوله موټر ډزې وکړې
سرچینې زیاتوي، په دغه پېښه کې د موټر درې تنه سپرلۍ«شهیدان» شوي او د هغوی نغدې پیسې او کرولا ډوله موټر سنګوري ملیشو ورڅخه تروړلي دي
د هېواد په سویل لویدیځو ولایاتو کې د سنګوري په نوم ملیشې د ملي امنیت اوپراتیفي عسکر بلل کیږي، چې ځانګړی یونیفارم نه لري، بلکې د سیمې د طالبانو په څېر لونګۍ او اوږدې زلفې پریږي، چې تل مدام د بشري حقونو د سازمان لخوا په بشر ضد جنایاتواود خلکو په ځورولو تورنې شوې دي؛ خو مرکزي دولت لاهم ددغو ملیشو په استخدام سترګې پټوي او د مخنیوي لپاره یې هڅې نه کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي